بيجنګ 07 نومبر(اے پي پي) د ??لو??ستان د سماجي او ا قتصادي پرمختګ د كاميابو نه پس به په ټوله منطقه كښې د پاكستان په تزويراتي حېثيت كښې ډېره اضافه وشي. دا خبرې د چين د ساٶتھ ويسټ پوهنتون د سياسياتو او قانون څانګې پروفېسر چينګ ژي ژونګ د اتوار په و??ځ په خپل يو بيان كښې كړې ده. ده ووئيل چې ??لو??ستان په شمال كښې افغانستان ، په لوېديځ كښې اېران او په سوئيل كښې بحيره عرب سره تړون لري. دا د ختيځې اسيا نه تر لوېديځه اسيا يواځنې لار ده. دا د افغانستان او د م??نځنې اسيا هېوادونو ??رم??نځه تجارت لپاره يوه ممكنه تجارتي لار ده. دې سره سره دا د م??نځنې ختيځ او مېنځنې اسيا څخه تر لرې ختيځ د توان يوه ممكنه ذريعه هم ده. ده ووئيل چې كه ??لو??ستان سماجي او اقتصادي پرمختګ وكړي نو په ټوله منطقه كښې به د پاكستان ستراتېژيكي پوزيشن ډېر بهتر شي. ده ووئيل چې د ??لو??ستان پرمختګ په تزويراتي لحاظ ډېر مهم دے.