اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د افغانستان پحقله “ټرائيکا پلس” غونډه د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښ?? وشوه چې پكښې خارجه سېكتر سهېل محمود، افغانستان كښ?? د پاكستان سفير منصور احمد خان، افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي او سفير محمد صادق، افغانستان لپاره د امريکې د سټېټ ډيپارټمنټ دوهم اسسټنټ سېكتر ت??ام?? وېسټ، افغانستان لپاره د روسيه خاص استازې ضمير کابلوف او افغانستان لپاره د چين خاص استازې ياؤ ??اؤ ??انګ ګډون وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د “ټرائيکا پلس” غونډه كښ?? ګډون كوٶنكو خاص نمائندګانو سره غېر رسمي خبرو كښ?? ووئيل د افغان وضعې او په افغانستان كښ?? د رامخې ته شوي معاشي بحران مخنيوي لپاره تګلاره وضعه كولو له ” ټرائيکا پلس” غونډه ډېره د اهميت وړ ده ۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د نزدې ګاٶنډي هېواد په حېث په افغانستان كښ?? د تېرو څلورو لسيزو راهسې د روانې خون رېزۍ څخه زيات ځپلې شوې دې په افغانستان كښ?? امن او استحكام نه يواځې پاكستان بلكې ټولې منطقې لپاره ډېر ضرورې دې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل نړيواله ورورولي دې افعانان د معاشي بحران نه بهر كولو لپاره د دوي انساني مرسته باوري كړي۔ شاه محمود قرېشي د دې هيلې څرګندونه وكړه چې نړيواله ورورولي به د تېر وخت تېروتنو څخه زده كړه كولو سره د افغانستان د ځانله پرېښودو تېروتنه تكرار نه كړي۔