اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د افغانستان پحقله د بيجنګ په عونډه كښې به طالبانو ته بلنه وركوؤ٬ څوك چې قائل كول وي ھغه به مېز ته راوستل وي٬ پاكستان ذمه وار هېواد دې٬ امن او استحكام د نړۍ او سيمې په ګټه دې ، كه اړې ??ړې رامخې ته شو نو څوك به بچ نشي۔ د زيارت په ورځ د ټرائيکا پلس غونډې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې خارجه وزي?? ووئيل ما د غونډې ګډون كوٶنكو ته ووئيل د افغانستان د صورتحال پحقله پاکستان ذمه دارانه رويه خپله كړې ده، پاکستان د افغانستان د ټولو ګاٶنډي هېوادونو پشمول روس??ه هم رابللې او اوس مونږ چين پلو روان يو۔ ??ارجه وزي?? ووئيل مونږ پرېكړه كړې ده چې مونږ خپل مينځ كښې خبرې كوٶ ٬ مونږ څوك قائل كوٶ تر څو چې ھغه په مېز نه وي نو دا به د ګفتن نشستن او د برخاستن مترادف وي، دې لپاره په بله غونده كښې د طالبانو شتوالې پكار دې۔ ده ووئيل د بيجنګ په غونډه كښې به طالبانو ته بلنه وركولې شي دغسې چې د دوي تحفظات هم و??ور??دې شي۔ ده ووئيل پاكستان يو ذمه وار هېواد دې او د دوي تحفظات به نړۍ سره شيئر كوٶ۔ خارجه وزي?? ووئيل چې كه په افغانستان كښې امن وي نو دا به د نړۍ او سيمې په ګټه وي او كه انتشار پېدا شو نو پاکستان خو به ځپلې كېږي خو تاسو به هم بچ پاتې نه شۍ۔ ده وئيل چې اروپا لرې ده او محفوظ ده٬ ده ووئيل مه هېروۍ او د تاريخ نه زده كړه وكړۍ٬ مونږ د تاريخ نه سبق زده كړے دے