واشنګټن 11 نومبر (اے پي پي) امريکا كښې د پاکستان س??ير اسد مجيد خان اقتصادي اصلاحاتو او نړيواله سرمايه كاري آسانولو لپاره د پاکستاني حکومت د عزم پخلې كړې دې۔ ده تېره ورځ واشنګټن كښې د 20-20 انويسټمنټ ايسوسي ايشن لخوا د كلنې دستورې د پائې غونډه كښې د امريكې سرمايه كارو ته خپله وېنا كښې ووئيل پاکستان په ټولو اقتصادي څانګو كښې بهرنيو او ځائي سرمايه كارو لپاره آزادانه پاليسۍ او زړه راښكونكي مراعات وړاندې كوي۔ په دې لړ كښې ده د پاكستان په ځانګړې جيو ستراتېژك محل وقوع٬ پراخه انساني وسائلو او د جيو اكنامكس پحقله د پاكستان حكومت په وژن رڼا ه?? واچوله كوم چې د ضلعو ترمېنځه قوي تجارت او رابطو ته په وده وركولو اډانه دې۔ ده افغانستان كښې بشپړه سياسي تصفيې لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلې وكړو۔ هغه ووئيل افغان اولس د انساني الميې څخه په بچ كولو كښې دې مرسته وكړې شي د كومې اثرات چې په منطقه او د دې نه بهر هم مرتب كېدې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان لپاره امريكې سره د اوږدې مودې همكاري د اهميت وړ ده او پاكستان امريكې سره قوي اقتصادي او په تجارتي هلو ځلو اډانه پراخه اړيكې جوړول غواړي۔ اسد مجيد خان په پاکستان كښې د زراعت او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كړې د كومې نه چې دواړه هېوادونه په ګډه كار كولو سره برابر ګټه ترلاسه كولې شي