ملتان 20 نومبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې تحريك انصاف د جمهوريت مضبوطيا او د زور وروست پخواني نظام خاتمې لپاره د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې ټاكنې كول غواړي، مونږ د نوې ټېكنالوجې استعمالولو هڅه كړې چې دغسې راتلونكې ټاكنې س??ېځلې وي. په ملتان كښې د بېلا بېلو دستورو په مهال خارجه وزير په خپله وېنا كښې ووئيل چې مونږ تل لپاره په ټاكنو كښې د درغلې لفظ ختمول غواړو. ده ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيان د هېواد په مع??شت كښې د ملا د تير حېثيت لري، دوي د بهرنيو هېوادونو نه د اربونو روپو زرمبادله رالېږي، نو دوي ووټ ولې نه شي وركولې. ده ووئيل چې وزيراع??م د زړه په اخلاص د هېواد پرمختګ او د اولس فلاح لپاره كار كوي.ده ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول آيا د حكومت غلط اقدام دے، دوي ته د ووټ حق وركول د د??ي بنيادي حق و.