ملتان 12 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان مستحكم افغانستان ليدل غواړي، د دسمبر په 19مه نې??ه په اسلام آباد كښې د اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو كانفرنس كولې شي چې بنيادي مقصد ئې د افغانستان په بهترې او خوشحالې غور كول دي، ډېر قوتونه پاكستان كمزورې ليدل غواړي، خو ?? دوي خوب به پوره نه شي، پاكستان د هند څخه راتلونكو لپاره د وېزه په پالېسې كښې نرمي كړې، خو هند ئې نه كوي، د حضرت شاه ركن عالم په كلن عرس كښې د هند څخه د زرګونو پ?? شمېر زائرينو د پاكستان سفر كول غوښتل خو دوې لپاره ستونزې پېدا كړې شوې او دوي شركت ونه كړے شو. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د نيمې وچې عظيم روحاني لارښود حضرت شاه ركن عالم سهروردي ملتاني د 708م عرس وروستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير شاه محمود قريشي دعا كولو سره ووئي?? چې الله تعالٰی دې پاكستان ته ډېر پرمختګ وركړي او د دې هېواد ستونزې دې حل كړي. ده ووئي?? چې ډېر قوتونه په پاكستان كښې استحكام او خوشحالي ليدل نه غواړي ، دوي دلته اړې ګړې غواړي، خو د الله مرسته ??ون?? سره ده، ??ون?? به په دې ستونزو ډېره زر قابو بيامومو. ده ووئي?? چې ز??ون?? په ګاونډي هېواد افغانستان كښې هم انتشار دے، ??ون?? هلته امن او خوشحالي غواړو او هم دې مقصد لپاره د دسمبر په 19مه نې??ه د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په اسلام آباد كښې كانفرنس كولې شي چې پكښې به د ټولو اسلامي هېوادونو خارجه وزير او نور مهم شخصيات ګډون كوي. ده ووئي?? چې د پاكستان جيو سټېرېټجك پوزيشن په منطقه كښې ډېر مهم دے او ??ون?? په منطقه كښې امن لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوو. ده ووئي?? چې دعا وكړئ چې د كشمير د شهيدان وينه رنګ راوړي او دوي آزادي ترلاسه كړي، پاكستان به په هر يو پ??ېټ فارم د كشميريانو حقونو لپاره غږ پورته كوي. ده ووئي?? چې د شاه ركن عالم فېض پرون هم جاري و او جاري به وي. ده ووئي?? چې چا د استانو خدمت كړے، مېوه ئې په نړۍ كښې ترلاسه كړې ده.