واشنګټن 04 اکتوبر (اے پي پي)د امريكې ??ار??ه وزير رېکس ټېلرسن وئيلي دي د پاکستان ا?? امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ پاكستان كښې سياسي استحكام غواړو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ واشنګټن كښې د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې د پاکستان ??ار??ه وزیر خواجه محمد آصف او رېكس ټېلرسن ترمېنځه د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ افغانستان ا?? د منطقې په صورتحال خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري او د پاكستان سفارت دوهم چيف آف مشن هم موجود وٶ۔ د دې نه پس د امريكې ??ار??ه وزير رېكس ټېلرسن ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د پاکستان ا?? امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ امريكا پاكستان كښې سياسي استحكام غواړي ٬ منطقه كښې پائيدار امن ا?? استحكام لپاره پاكستان مهم كردار لوبوي۔۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې مستحكمې اړيكې لري۔ د امريكې ??ار??ه وزير ووئيل مونږ د شمالي كوريا په معامله اسلامي هېوادونو سره د مرستې خوښي لرو۔ د پاكستان ا?? امريكې د اړيكو د پوښتنې په ځواب رېكس ټېلرسن ووئيل د دواړو ه??وادونو اړيكې يوازې د افغانستان په نتاظر كښې نه دي٬ مونږ سره شريكې اړيكې مستحكم كولو لپاره دا مهمه موقع ده۔ ??ار??ه وزير ټېلرسن ووئيل پاكستان ته پېښې ګڼ شمېر ستونزې د دواړو ه??وادونو شريكې دي٬ په دې مسئلو قابو موندلو لپاره مونږ له په هره څانګه كښې لا كار كولو ته اړتيا ده