اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پا??ستان پرمختګ او استحكام جمهوريت سره تړلې دے٬ د پیښو چېلنجونو مخ نيوي له به جمهوري رواياتو ته ود?? وركول وي٬د مارچ 23مه نېټه زمونږ په قامي تاريخ كښې يو مهم حېثيت لري۔ده دا خبره د پا??ستان ورځې په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې كړې۔ده په دې موقع ټول قام له مباركي وركولو سره ووئيل پھ دې ورځ زمونږ مشرانو تاريخي قرارداد منظور كړې كوم چې د نيمې وچې مسلمانان د يو واضع او لويې مقصد لپاره لويې يو موټې كړي۔اولس مشر پھ دې موقع قائداعظم محمد علي جناح٬ډاكټر علامه محمد اقبال او د آزادۍ نورو مشرانو ته پیرزوئنې وړاندې كړې چا چې د خپل كلك عزم او قربانيو سره د پا??ستان ترلاسه كولو لاره هواره كړې۔ده ووئيل دا ورځ مونږ ته يادكېرنه كوي چې پا??ستان ?? جمهوري هلو ځلو په نتيجه كښې جوړ شوې۔اوس د پا??ستان پرمختګ او استحكام جمهوريت سره تړلې۔دې لپاره ضروري ده چې جمهوري رواياتو ته ود?? وركړې شي دغسې چې په ټولنه كښې د ورورولۍ او زغم جذبه راپیدا شي ځكه چې دې نه غېر په چېلنجونو قابو موندل مشكل دي۔اولس مشر ووئيل د تېرو څو لسيزو په مهال د ترهه ګرۍ او جنګ له امله د پا??ستان پشمول ټوله سيمه ځپلې شوې۔ده ووئيل خوشحاله په دې يو چې ټول قام يو ئې په ګډه مقابله كړې او په نتيجه كښې يې هېواد نن د امن مركز ګرځېدلې۔ده ووئيل د پا?? چين اقتصادي راهداري او نورې پرمختيائي پروژې د دې ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل بايد په نن ورځ مونږ يو ځل بيا د دې لوظ پخلې وكړو چې مونږ به د خپلو مشرانو په قدم تللو سره پا??ستان يو عظيم هېواد جوړوو۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ له په ښه نيت سره د پا??ستان د خذمت جذبه راكړي