اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې تر??ه ګري او انتهاء خوښې يواځې په طاقت نه ختمېږي دې لپاره ضروری ده چې د زمكيزو حقائقو تر مخه ورله كوټلې تګلاره جوړه كړې شي،د تر??ه ګرۍ په ضد جنك كښې پاکستان تاریخی کامیابی تر??اسه كړي،نور هېوادونه د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ ده دا خبرې اسلام آباد كښې نېشنل کاؤنټر ټیررازم اتھارټی د سيورې لاندې نړيوال کنفرنس ته خپل خ??اب کښې وكړې۔ په دې مهال د پارلمان غړي پاکستان او بهر څخه راغلي پوهانو ګډون وكړو۔دستورې ته د كورنيو چارو وزير احسن اقبال هم خ??اب وكړو۔ اولس مشر ووئيل تيرو درېو لسيزو په مهال چې نړيوال او سيمه ايز صورتِحال كوم رخ اختیار کړې، پاکستان نيغ په نيغه د هغې ښكار شوې خو دې حالاتو كښې پاکستان چې د كوم عزم او ??مت څخه كار اخستې يو مثال دے۔ ده ووئيل د انتهاء خوښۍ په نتيجه كښې پيدا شوې تر??ه ګري كومه سادہ مسئله نه ده بلكه هغه كړ كيچن سیاسی، سماجی او ??فسیاتی عوامل لري كوم چې د څو انتظامی اقدامات یا طاقت سره حل كيدې نشي۔ ده ووئيل د تر??ه ګرۍ په شان لويو مسئلو حل كولو له ضروری ده چې ځپلي سيمې ٬ د ټولنې سیاسی، سماجی، معاشرتی او ??ذهبی اړخونو د نزدې څخه جاج اخستو نه پس مسئله پيژندلو سره د هغې تدابیر اختیار کړې شي نو بيا د هغې مثبتې نتيجې تر??اسه كيدې شي۔ ده ووئيل د پاکستان قام او اړوندو ادارو په سختو حالاتو كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې۔ په دې لړ كښې د پاکستانی قام بیانیه هم رامخې ته شوې او د ضربِ عضب او ردالفساد عملياتو پشمول د نورو کارروائیو په شکل كښې عملی اقدامات هم شوې۔ ده ووئيل د دې چیلنج مقابلې له نړۍ زمونږ د د تجربو څخه زدكړه كولې شي۔ ده ووئيل انتهاء خوښي او د هغې اثراتو مخنيوي له د هر مکاتبِ فکر، ریاستی ادارو او ??عاشرتی طبقاتو تر??ينځه همغږۍ ته اړتيا ده۔ اولس مشر ووئيل د چیلنجونو مخنيوي له ضروری ده چې تعلیم، صحت، معیشت او روزګار وركولو په څانګو كښې غیر روایتی اندازِ فکر اختیارولو سره ښه اصلاحات وكړې شي۔اولس مشر ووئيل مسئلو سره مخ كيدو نه پس د کامیابۍ تر??اسه كيدل مهم دي خو د کامیابۍ نه پس هغه مستحکم ساتل نور هم مهم دي۔ ده ووئيل نېشنل کاؤنټر ټیرر ازم اتھارټی د سيورې لاندې د تر??ه ګرۍ او د هغې د مخنيوي په سرخط نړيوال کنفرنس په دې لړ كښې يو اهم بېشرفت دے چې په نتيجه كښې ئې د پوهانو تر??ينځه مشاورت او د خيالاتو څرګندونې ښې موخې تر??اسه شوي۔په دې موقع کنفرنس كښې شریك ??شر??نو له شیلډز هم وركرې شول