اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په حقله قامي يو والې خوش آئند دے٬پھ داسې د چا جذبات مجروح كو?? ښھ نه دي٬پاكستان د كركې د سياست او په ټول ټاكنو كښې د تاخير متحمل كېدې نه شي٬پاكستان كښې د اخلاقو نه د لرېوالي او د بدتميزۍ د سياست هېڅ ځاې نشتھ٬د فاټا اولس له هم هغه آسانۍ وركول غواړو كو??ې چې د هېواد نور اولس ته ترلاسه دي٬زمونږ مقصد د قبائېلي سيمو د اولس باور ترلاسه كو?? دي او هم دا زمونږ لاره ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا انضمام په حقله د 31م آئيني بدلون منظورۍ نه وروستو په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل قامي اسمبلۍ نن يو تاريخي بل منظور كړی او د دې نتيجې به ډېرې ګټورې وي٬د مخالفې ډلې مننه كو?? چا چې بل پھ منظورۍ كښې زمونږ ملګرتيا كړی٬دا هڅه د تېرو څلورو كلونو نه روانه وه ا?? په دې اړه د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې ??وه كمېټي جوړه كړی شوې وه كو??ې چې دوه دوه نيم كاله كار وكړو او راپور يې وړاندې كړو۔ده ووئيل د دغه راپور په بنياد د فاټا كمېټي جوړه كړی شوه چې پكښې سرلښكر٬صوبائي اعلٰی وزيران٬ګورنر٬وفاقي وزيران او نور شامل وو۔دغې كمېتۍ د راپور جاج واخست او وروستو ورله د بل شكل وركړې شو۔حكومت او مخالفه ډله په بل سلا شول او نن بل منظور كړی شو۔وزيراعظم ووئيل په خاص توګه د سيد خورشيد شاه ٬ شاهد محمود قرېشي او د فاروق ستار پشمول د ټولو مننه كو?? چا چې د بل منظورۍ په اړه نه يوازې زمونږ ملګرتيا كړی بلكې خپلې رائے يې هم راكړې دي۔ده ووئيل نن هم حكومت او مخالفو ګوندونو په سلا دا بل منظور كړی۔د دې بل پھ حقله چې څنګه قامي يو والي ته اړتيا وه هم هغسې اتفاق پیدا شو۔د عمران خان وېنا په حقله وزيراعظم د نوم اخستو نه غېر ووئيل زه پھ دې افسوس لرم چې اوس كو??ه وېنا وكړی شوه ا?? په كښې داسې خبرې وشوې چې د كو??و ض??ورت نه وو٬نن داسې كو??ه خبره نه وه پكار چې ترې كركه محسوسېيږي۔ده ووئيل د دې خبرو نه د پاكستان اولس خبر دے او په دې غونډه كښې څو ځله په دې بحث شوې چې دهرنا ولې وه ؟ چا وكړه ؟ څنګه وشوه ا?? قانوني اړخ يې څه و۔ده ووئيل كه د الېكشن كو??ه شخړه وي د هغې حل له په ا??ېكشن كمېشن كښې پيټشن دائر كېږي او دغسې دغه عم?? ترسره كېږي۔