لاہور۔2 جون(اے پی پی ) سپریم کورټ آف پاکستان د ایئر مارشل ریټائرډ اصغر خا?? کیس اورېدنې په مهال پېسې ترلاسه كوؤنكو وزیراعظم نواز شریف، مشر سياستدان جاوېد هاشمی او دعابدہ حسېن په شمول 21 سویلینز ته نوټس جاري كړې۔ عدالت د آئی اېس آئی پخواني مشر لېفټېننټ جنرال (ر) اسد درانی په شمول كېس سره اړوند پوځي افسرانو ٬ د نېب ډي جي او د اېف آئي اے ډي ته هم نوټس جاري كړې۔ د چيف جسټس میاں ثاقب نثار په مشرۍ كښې د سپريم كورټ خصوصي بېنچ د خا??ي په ورځ لاهور رجسټری كښې د اصغر خا?? عملدرآمد کېس اورېدنه وكړه۔ د اورېدنې په مهال اټارني جنرل اشتر ??وص??ف د وفاقي كابينې پرېكړې په اړه يو راپور عدالت ته وړاندې كړو۔ ده خواست هم وكړه چې معامله د حساس نوعيت ده ځكه راپور دې يو ځل بيا سيل كړې شي۔ اټارني جنرل سپريم كورټ ته خبر وركړو چې كابينې په عدالتي پرېكړه د عملدرآمد پرېكړه كولو سره اېف آئي اے ته د تفتيش جاري ساتلو هدايت كړې۔ په دې مهال چيف جسټس پوښتنه وكړه چې پېسې اخ??تونكو څخه د پېسو بېرته اخ??تو طريقه څه جوړه كړې شوې۔ د اورېدنې څخه وروستو عدالت نواز شریف، عابدہ حسین او د جاوید هاشمی په شمول 21 سویلین، او د اسد درانی په شمول كېس سره اړوند پوځي افسرانو او د نېب او اېف آئي اے ډي جي ته نوټس جاري كولو سره اورېدنه تر 6 جون ځنډولې