پېښور ۔04 اګست (اے پی پی) د پېښور پوهنتون پښتو اكېډمۍ تر سېوري لاندې درې ورځنې نړيوال ك??فر??س باړه ګلي كېمپس كښې (سبا) د ګل په ورځ كېږي۔ د ك??فر??س سرخط ” د پښتو ژبې خپرېدل او په دې لاره ك??ې رامخې ته كېدونكې ستونزې ” دے۔ د ک??فر??س چیف کوآرډینېټر او د پښتو اكېډمۍ ډائرېكټر پروفېسر ډاكټر نصر الله جان ترمخه د پښتو ژبې خپرېدل او په دې لاره ك??ی د رامخې ته كېدونكو ستونزوپه اړه په اولني ځل پښتو اكېډمي يو نړيوال ك??فر??س راجوړ كړې كوم ك??ې چې د خېبر پختونخوا، بلوچستان او افغانستان څخه د پښتو ژبې د تعليم 150 پوهان ٬ شاعران او اديبان ګډون كوي۔ درې ورځني ك??فر??س كښې د بېلو اكېډمك سېشن سره سره د مشاعرې اهتمام هم شوې۔ د پرانستې سېشن كښې به وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر عابد او د فېكلټي آف اسلامك اېنډ اورينټل سټډيز پروفېسر ډاكټر معراج الاسلام ضياﺀ ګډون كوي۔