اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) اولس م??ر ډا??ټر عارف علوي د متحده عرب امارات بحريه كمانډر ريئر اېډمرل(پائلټ) سعيد بن حمدان بن محمد النهيان ته د پاكستان اعلٰی عسكري اعزاز هلال امتياز ملټري وركړې۔اولس م??ر ډا??ټر عارف علوي هغه ته دا اعزاز د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د راجوړې كړی شوې دستورې په مهال وركړې۔ په دستوره كښې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي پشمول اعلٰی عهديدارانو ګډون وكړو۔د ??ې څخه وروستو ريئر اېډمرل(پائلټ)سعيد بن حمدان بن محمد النهيان د اولس م??ر ډا??ټر عارف علوي سره ملاقات وكړو۔په دې موقع خپلو خبرو كښې اولس مشر ووئيل چې د پاكستان او يو اے اي ترمينځه د اوږدې مودې تزويراتي او نزدې اړيكې دي٬ دواړه هېوادونه په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ده په دې خبره زور راوړو چې د دو??ړو هېوادونو وسله والو ځواكونو ??رمينځه شريك پوځي مشقونه٬دفاعي برآمدات كښې زياتوالې د شريك پیداوار پشمول شريكې رابطې او مرستې د لا زياتولو پراخا امكانات موجود دي۔ دپاكستان وسله والو ځواكونو ??ربيتي ادارو كښې د يو اے اي پوځي اهلكارو تربيت په اړه په خبرو كښې اولس مشر ووئيل چې د يو اے اي نور نيول افسران د دې موقعو څخه استفاده كولې شي۔ډا??ټر عارف علوي ووئيل چې د دو??ړو هېوادونو ??رمينځه شريك تجارت د خپل حقيقي صلاحيت سره سم نه دے۔ ده د شريك تجارت لا زياتولو په هڅو زور راوړو۔ده ووئيل چې د يو اے اي كاروباري كسان بېلو څانګو كښې په خاص توګه د سېلګرۍ پھ مېدان كښې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعو څخه بشپړه استفاده كولې شي۔ريئر اېډمرل(پائلټ)سعيد بن حمد ان بن محمد النهيان د اعلٰی عسكري اعزاز په وركولو د اولس مشر او پاكستان حكومت مننه وكړه۔ده هيله څرګنده كړه چې د دو??ړو وروڼو هېوادونو ??رمينځه شريكې اړيكې به سباؤن كښې لا وده ترلاسه كړي