اسلام ??با?? 25 دسمبر(اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ د ولادت 143مه ورځ د نهې په ورځ په عقيدت او احترام ولمانځل شوه۔ قائداعظم ﴿رح﴾ د دسمبر په 25مه نېټ?? كال 1876م كښې په كراچې كښې ??ېږېدلې و۔ ده ابتدائي زده كړې په كراچې كښې وكړې او د دې نه پس لوړو زده كړو لپاره لندن ته لاړو۔ ده پ?? كال 1886م كښې ?? قانون ډګري ترلاسه كړه او وطن ته راستنېدو سره ئې ليګل كېريئر پېل كړو۔ بيا وروستو ده په آل انډيا مسلم ليګ كښې ګډون وكړو او د نيمې وچې مسلمانانو لپاره ئې د جلا وطن ترلاسه كولو هڅې پېل كړې۔ د هغه په هڅو پ?? كال 1947م كښې ?? اګست په 14مه نېټه پاكستان آزاد شو۔ د قائد د ولادت په ورځ هغه ته پېروينې وړاندې كړې شوې۔ په دې موقع عامه رخصتي وه۔ په كراچې كښې ?? قائد پ?? مزار قرآن خواني وكړې شوه۔ د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو د قائد پ?? مزار حاضري وكړه٬ د قائد پ?? مزار د ګارډ د بدلون دستوره هم وشوه۔ د دې ورځې په مناسبت په ټول هېواد كښې ??اص پروګرامونه وكړې شول۔ په دې موقع په پاكستان ټېلي ويژن او راډيو پاكستان د پاكستان ستر لارښود ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو لپاره خاص پروګرامونه هم خپاره كړې شول۔