اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ژوندي قامونه د خپلو اتلانو د كمالاتو اعتراف كوي٬ زمونږ حكومت د خپل عظمت علمي او ادبي روايات او ژوند راتلونكو پېړو ته منتقل كولو٬ د قامي او نړيوالې منظر نامې د دې سرمايه معرفي كولو له به خپل كردار ترسره كوي۔ اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د عظيم شاعر مرزا اسد اللہ خان غالب د زېږېدنې ورځ په موقع په ايوان صدر كښې مشاعرې ته خ??لې وېنا كښې وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چو??دري فواد حسېن هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل عظیم المرتبت شاعر، بے مثال ن??ر نګار مرزا اسد اللہ غالب د زېږېدنې مناسبت سره دستوره كښې ټولو ګرانو مېلمنو ته هركلے وائم۔ ده ووئيل د مرزا اسد الله خان غالب مرتبې او شاعرۍ نه څوك واقف نه دے ٬ د ھغه همعرو او راتلونكو د ھغه د شاعرۍ معترف دي۔ اولس مشر ووئيل چې غالب بې مثاله قصیدے ليكلے په خاص توګه د حضرت علي (رض) په شان كښې د اردو قصيده ” دهر جزيكتائي معشوق نهيں” مثال نه لري۔ ده ووئيل ژوندي قامونه د خپلو اتلانو د كمالاتو اعتراف كوي٬ زمونږ حكومت د خپل عظمت علمي او ادبي روايات او ژوند راتلونكو پېړو ته منتقل كولو٬ د قامي او نړيوالې منظر نامې د دې سرمايه معرفي كولو له به خپل كردار ترسره كوي۔ په مشاعره كښې نوميالو شاعرانو انور ??سعود، افتخار عارف، توصیف تبسم، سحر انصاری، امجد اسلا?? امجد، انور شعور ، احسان اکبر، نصیر ترابی، ریاض مجید ، جلیل عالی، نصرت زیدی، حلیم قرېشی، یاسمین حمید، نظیر تبسم، انجم سلیمی، فاطمه حسن، قمر رضا شهزاد، حمیدہ شاهین، اختر عثمان، بارام غوری، شاکر حسېن شاکر او محسن شکیل خپل خپل كلامونه وړاندې كړل