اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي)د موم??دو قبائېلو نمائندګانو وزيراعظم عمران خان او چيف جسټس آف پاكستان ميا ثاقب نثار څخه غوښتنه كړی چې په موم??دو بند منصوبه د ځايې خلقو باور ترلاسه كولو س??ه سره پرمختيائي منصوبې پېل كړی شي ?? دغسې چې محرومۍ لرې كړی شي۔د ګل په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې قبائېلي ملك بدري زمان٬ملك نواز خان٬احمد ګل او ملك جهانګير په ګډه خبري كنفرنس ته ووئيل زمونږ په موم??دو كښې د بند جوړول د حكومت يو غوره ګام دے كوم ته چې د سيمې اولس د قدر په سترګه ګوري۔ده ووئيل د قبائېلو لخوا بند جوړولو له ځينې زمكه حكومت ته ډالۍ كولې شي ولې چې دا د هېواد د ګټې معامله ده۔ده ووئيل زمونږ په سيمه كښې د روزګار اوبو٬روغتيا٬سړكونو او د زده كړو په ډول آسانۍ كمې لري۔وزيراعظم دې په ترجيحي بنيادونو د سيمې د محرومتيا ا??سا?? ختمولو له د سكولونو جوړولو٬روغتتون جوړولو او د پښو لارو او د څښكلو پاكو اوبو په ډول بنيادي منصوبې پیل كړي۔ده ووئيل قبائېل په ټولو معاملو اتفاق لري چې له امله يې ترهه ګرۍ څخه زمونږ سيمه محفوظ شوې او مونږ پاك پوځ او حكومت سره بشپړه مرسته كړې ده