اسلام آباد 30دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران ??ان به د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان په بلنه په 3 او 4 جنورۍ د ترکیې دوره كوي۔ د خارجه دفتر د اړخه د اتوار په ورځ جاری شوې بيان له مخې دا د وزیراعظم عمران ??ان د ترکیې وړومبۍ دوره ده۔ خارجه وزیر شاہ محمود قریشی?? د ??نصوبه بندۍ او پرمختګ وزیر مخدوم خسرو بختیار?? د ??زیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد به هم د وزيراعظم سره ملګرې وي۔د دورې په مهال به وزیراعظم د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان سره ملاقات کوي۔ د ملاقات په مهال به د دواړه هېوادونو ترمينځه د مجموعی اړيكو جاج اخستلې شي۔ دې نه ځانله د سيمه ايز او نړيوال صورتحال په ا??ه په چارو به هم غور كولې شي۔ وزیراعظم عمران ??ان به ترکیه كښې بزنس فورم ته د خطاب نه علاوہ د ترکيې سوداګرو او سرمایه کارو سره په انقرہ كښې ملاقات کوي۔ بیان له مخې پاکستان او ترکیه خپلو كښې تاریخی اړيكې لري۔ پاکستان او ترکیه خپلو كښې سیاسی، اقتصادی، دفاعی، كلتوري او د اولسي رابطو د لارې ق??ي اړيكې لري او وخت سره سره دا اړيكې لا قوي كېږي۔ د وزیراعظم د ترکیې دورې سره به د دواړه هېوادونو د حکومتونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي۔ دې نه ځانله د دې دورې په نتيجه كښې به په خاص توګه اقتصادی، تجارتی او سرمایه کارۍ په څانګو كښې نوې لارې پرانستلې شي او مرسته به هم زياته شي۔