اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي د هېواد تشخص او د سېلګرې ودې لپاره د پاكستان نېشنل بېنك هڅې د ستائنې وړ دي٬ دا د حكومت د حكمت عملې برخه ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان نېشنل بېنك او د پاكستان ټرېك ترمېنځه د تفاهم يادښت لاسليك دستوره د وېنا كولو په م??ال وكړې ٬ د كوم مقصد چې په هېو??د كښې دننه او بهر د پاكستان تش??ص په ډاګه كول دي۔ په دې موقع د نېشنل بېنك د لاجسټك ډلې مشر كريم اكرم خان او د پاكستان ټرېك مرستيال باني عدنان آفاق او نور چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل په هېو??د كښې ټورازم له بېل پوليس جوړولې شي كوم به چې د سېلګرو ساتنه كوي چې په نتيجه كښې به ئې د سېلګرو باور زيات شي او په هېو??د كښې به سېلګري وده وكړي۔ ده ووئيل په ابتدائي توګه به په ګلګت بلتستان كښې ټورازم پوليس معرفي كولې شي او بيا وروستې به د هېواد د سېلګرې نورو سيمو كښې هم معرفي كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په هېو??د كښې زيات سېلګري راغب كولو لپاره به حكومت د سېلګرې تر ځايونو لويو لارو ته پرمختګ وركوي۔ ده ووئيل د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې سږ كال په خېب?? پښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرو شمېره 20 لكه ته د رسېدو امكان دے۔