لاهور 03 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې وزيرا??ظم عمران خان د ګاز د زياتو بلونو د شكاياتو نوټس اخيستې٬ د پېټروليم وفاقي وزير ته په سمدستي توګه د پلټنو هدايت شوے٬ د صحت كارډ وړومبې پړاؤ به نن پېل كولې شي٬ غريب او مستحق كسان به د 7 نه تر 9 لكه وړيا علاج وكړے شي٬ د ساهيوال پېښې ځپلې كورنۍ سره مكمل انصاف كولو لپاره وزيرا??ظم هدايت كړے٬ِ په ﴿ق﴾ ليګ او پي ټي آئي كښې هېڅ اختلاف نشته٬ د پخواني وزيرا??ظم د روغتيا د معاملې پرېكړه ډاكټرانو ته كول دي٬ د نواز شريف او آصف علي زرداري تجسس هم دا دے چې وروستې وخت په زندان يا لندن كښې تېرول دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور كښې مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د ګاز د زياتو بلونو په اړه د وزيرا??ظم په سټيزن پورټل هم شكايات وو د كومو چې وزيرا??ظم په سختې سره نوټس اخيستې او وزيرا??ظم د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان ته په سمدستي توګه د انكوائرې حكم كړے ځكه چې 70 فيصده ګاز كارونكي داس?? خلق دي كوم چې د 300 اېم اېم سي اېف ډي نه ګم ګاز كاروي۔ دوي لپاره اضافه 10 فيصده وه او د دې نه زياته مالداره خلقو لپاره شوې وه۔ وفاقي وزير ووئيل چې نن د ګل په ورځ د صحت كارډ وړومبې پړاؤ پېل كولې شي۔دې سره به غريب او مستحق كسان د 7 نه تر 9 لكه وړيا علاج وكړے شي۔ ده ووئيل چې د وزيرا??ظم په مشرې كښې پھ لاهور كښې په شوې غونډه كښې په پنجاب كښې د حكمرانې په ښه كولو تفصيلي غور شوے۔ په راتلونكو ورځو كښې به په صوبه كښې په حكمرانې كښې ښه والې راوستلې شي۔ په غونډه كښې په اصلاحاتو تفصيلي خبرې شوې دي۔ په دې لړ كښې بله غونډه به په وزيرا??ظم هاؤس كښې كېږي۔ ده ووئيل چې د مېډيا سټرېټجك كمېټې په غونډه كښې پرېكړه شوې چې د سوشل مېډيا سټ اپ په ښه كولې شي۔ دا پرېكړه هم شوې چې داسې صحافي كاركنان كوم چې مالي بحران سره م?? دي٬ د وزيرا??ظم لخوا هدايت شوے چې مېډيا مالكانو سره دې ملاقات وكړے شي او پرېكړه دې وكړې شي چې حكومت د دې بحران په خاتمه كښې ??ه مرسته كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پخواني وزيرا??ظم د روغتيا د معاملې پرېكړه ډاكټرانو ته كول دي٬ د نواز شريف او آصف علي زرداري تجسس هم دا دے چې وروستې وخت په زندان يا لندن كښې تېرول دي۔ ده ووئيل چې كوم خلق چې 30 ٬ 30 كاله په اقتدار كښې پاتې شوي دي او دا وائې چې بهر دې ولېږل شي نو دا ډېره نامناسبه خبره ده۔