اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د وزیراعظم او پي اېف لپ??ره خاص مرستيال ذوالفقار بخاري وئيلي دي پاکستان د پرمختګ په لور روان دے٬ هېواد ??ښې د كرپشن لاره نيول دي٬ مونږ له به اوس د اميد لمن نيول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ليډرز ان اسلام آباد بزنس سمټ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د ??ائ?? اعظم نه پس عمران خان يو داسې لارښود دے چې د صادق او امين په تو??ه رامخې ته شوې۔ ده ووئيل مونږ له په ادارو كښې سپېځلتيا او د مېرټ كلتور ته وده وركول دي۔ ده ووېيل كرپشن د معيشت نه علاوه ټولنې لپ??ره هم خراب دے ٬ مونږ له په دې پوهېدل دي چې كرپشن ټولنې لپ??ره ناسور دے٬ مونږ له به په ادارو كښې اصلاحات كول وي ۔ ده ووئيل حكومت اوورسيز پاكستانيانو ته موقع وركړې چ?? ھغوي هېواد لپ??ره كار وكړي٬ مونږ ډيجيټل بانكونه جوړوٶ كومو څخه چې به خلق په قانوني تو??ه روپۍ منتقل كوي۔ ده ووئيل مونږ سېلګرۍ ته د نړۍ پام راګرځوٶ٬ انفراسټركچر ته پاملرنه كوٶ۔ ذوالفقار بخاري ووئيل پاكستان د سوئټزرلېنډ نه هم ښكلے دے۔ په دې موقع د نېټ شل سي اي اومحمد اظراحسن ٬ د مارټن ډوكے چيئرم اېم علی آکائے، د سي اېن اېن بزنس ایمرجنګ مارکیټس ایډیټر جون ډیفټوریئرز، د کنسائی پینټس چیئرمېن آغا ظفر عباس هم وېنا وكړه