اسلام آباد ۔ 3 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د سياسي چارو صلاحكار نديم افضل چن وئيلي دي ماشومانو سره زياتې د ټولنې په مخ يو بد رنګه داغ دے۔ د ماشومانو ساتنې له به ټولنې له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده د شورؤ په ورځ د غېر سرکاری تنظیم ساحل لخوا ماشومانو سره د زياتي پېښو په اړه د وړاندې كړ?? شوي راپور دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل كوچنيانو سره د زياتي په اړه د راپور شوو كېسونو په مقابل كښې نورې پېښې ډېرې زياتې دي۔ زياتره پېښې نه رامخې ته كېږي۔ په كلي والو س??مو كښې كوچنيانو ته په دې اړه تعليم يا معلومات نه وركړې كېږي ۔ ده ووئيل زمونږ ټولنې له به په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كول وي او ميډيا له به هم د ټولنې خبرتيا له پروګرامونه وړاندې كول وي۔ ندیم افضل چن ووئيل په كورونو كښی كار كوؤنكي ماشومان زيات ځپلې شي۔ ده ووئيل حكومت په هره كچه مرستې كولو له چمتو دے۔ راپور كښې وئيلي شوي په كال 2018ء كښې د زياتي په كېسونو كښی اضافه رامخې ته شوې۔ د زياتي ښكار ماشومانو كښې 25 فيصده انجونه دي۔ كومو كښې چې د زياترو عمرونه 11 څخه تر 15 كلونو دي۔ په كال 2018ء كښې زياتره د رېپ كېسوه راپور شوي ۔ د ساحل راپور ترمخه دې كېسونه كښې زياتره كوچنيانو ته ??زد?? كسان ككړ وموندلې شول۔ تر ټولو زيات كېسونه پنډۍ كښې راپور كړ?? شوي ۔ دغسې صوبو كښې پنجاب او س??دھ كښې زيات كېسونه راپور شوي ۔ د ساحل د راپور ترمخه په كال 2019ء كښې تر دې دمه 92 كوچنيان زياتي سره مخ كېدو نه وروستو ووژلې شول۔ هره ورځ ??زد?? لس كوچنيان زياتي سره مخ كېږي۔ دغسې د ګېنګ رېپ 156 كېسونه راپور شوي دي ۔