اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ هاٶس بزنس كمېټۍ د بجټ سېشن د شېډول او اېجنډې من??ور?? وركړې ده چې له مخې به ئې غونډه تر 29م جون دوام لري۔ وفاقي بجټ 20-2019 به (نن) د نه?? په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كولې ش??۔ د ګل په ورځ د هاٶس بزنس اېډوائزري كمېټۍ غونډه د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د غړو په مشاورت پرېكړه وشوه چې غونډه به تر 29م جون جاري ساتلې شي٬ د بجټ سېشن په مهال به غونډه د خالي په ورځ هم كېږي او د جون په 25مه نيټه به د خزانې خاص مرستيال په بجټ بحث راغونډوي٬ د جون په 26 او 27مه نيټه به مطالبات زر او د كټوتۍ په تحريكونو بحث كولې شي٬ په 28م جون به په فناس بل غور او د دې به من??ور?? وركولې شي٬ د جون په 29م نيټه به د موجوه مالي كال 19-2018 په ضمني مطالبات زر بحث كولې شي او د دې به من??ور?? وركولې ش??۔ د بجټ سېشن په مهال به د پوښتنو دم?? او د پام راګرځونې نوټسونه نه كېږي