اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د نړيوال تنظيم جينو سائيډ واچ لخوا په م??بو??ه کشمير كښې د نسل كشۍ الرټ جاري كول د دې خبرې غمازي كوي چې هلته صورتحال ډېر سنګين دے٬ مونږ ته داسې اګاهي ترلاسه شوې چې هلته ځوانان هلكان او انجونې پورته كوي٬ په ھغوي تشدد كېږي٬ بيا د دغې پېغلو سره جنسي تېرې كېږي٬ تهمينه جنجوعه ته هيومن رائټس باډيز،آرګنائزيشنز، هيومن رائټس واچ او اېمنسټي انټرنيشنل سره د تماس نيولو او هغوي د م??بو??ه کشمير صورتحال نه د خبرولو امر شوې ٬ ده ووئېل ستمبر كښې په جنيوا كښې كېدونكې د هيومن رائټس کونسل غونډه كښې به د كونسل 45 غړو هېوادونو او د دغې نړيوالو تنظيمونو پ?? وړاندې د پاكستان ٬ د وزيراعظم عمران خان او کشميري??نو مقدمه ??خپله وړاندې كوم دغسې چې د دې بې ګناه او مظلوم اولس خبره اوكړې شي او دوي د نسل كشي او د قتل عام نه بچ كړې شي۔ ده ووئېل د نړيوال تنظيم جينو سائيډ واچ لخوا په م??بو??ه کشمير كښې د نسل كشۍ الرټ په جاري كېدو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د جينو سائيډ واچ د جينوسائيډ الرټ م??بو??ه کشمير كښې د صورتحال د سنګينتيا ثبوت دے۔ ده ووئيل پرون مې د 4 هېوادونو خارجه وزيران د ټېلي فوني تماس د لارې د م??بو??ه جمو كشمير صورتحال نه خبر كړي۔ ده ووئيل د هند سركار وائي چې مونږ په م??بو??ه کشمير كښې سکولونه پرانستې دي خو مور او پ??ار دا ېره لري چې د ھغوي ماشومان به د سكولونو نه په خېريت سره كورونو ته راستون شي منه ٬ ده ووئېل هلته موبائل سروس نشته ٬مور او پ??ار د دوي د خيرېت پحقله معلومات نه شي اخستې٬ كومې كورنۍ چې وركې شوې او د ھغوي ماشومان بهر نوكرۍ كوي ھغوي ته معلومه ??ه ده چې په مور او پ??ار ئې څه تېرېږي٬ ده ووئېل مشران چې ورته د داروګ??نو حاجت دے د ژوند او مرګ په كشمكش كښې دي٬ ماشومان د لوږې نه چغې وهي٬ خلق د خوراك څيزونه نه مومي٬ په م??بو??ه سيمه ??ښې د 17 ورځو راهسې كرفيو ده۔ ده ووئيل جنيو سائيډ واچ په انتهائي هنګامي حالاتو كښې الرټ جاري كوي٬ جذباتي پرېكړې نه كوي٬ ھغوي د هر ډول الرټ جاري كولو نه وړاندې د حالاتو تفصيلي جاج اخلي او پ?? ھغې د عمل كولو لس پړاٶنه لري٬ ده ووئېل پس د ھغې نه جينو سائيډ الرټ جاري كوي٬ د جينو سائيډ الرټ جاري كېدو مطلب دا دے چې په م??بو??ه کشمير كښې د نسل كشۍ عمل پېل شوې ۔ خارجه وزير ووئيل فرض كړې چې د جمعې په ورځ م??بو??ه کمشير كښې پيپلز ريسسټنس موومنټ خلقو ته د احتجاج كال وركړې او ماشومان او محصور كسان راوځي نو پ?? سري نګر كښې د ملګرو ملتونو پ?? درتر كښې خپل احتجاج رېكارډ كړي نو د دې خبرې اندېښنه ده چې هلته د لكهونو پ?? شمېر هندي درندګان په دوې ظلم او قتل عام وكړي۔ خارجه وزير ووئيل ما پرون د ملګرونو ملتونو هيومن رائټس ته چيټۍ لېكلې او بيا مې ورته خواست كړې چې د ستاسو يو راپور په جون كال 2018 كښې خپرو شوې او جولائي كال 2019 كښې بيا رامخې ته شوې چې پكښې په م??بو??ه کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو بيا تذكره شوې ده او د كمېسون آف انكوائري نه ئې غوښتنه كړې چې دا مهال صورتحال ستاسو پ?? وړاندې دے تاسو له به خپله خاموشي ختمول وي او نړۍ ته به حقائق ښودل وي٬ ده ووئېل هر څوك وائي چې صورتحال ډېر اندېښمن دے او تر مشاهدې لاندې ئې ساتلې ٬ خبره اوس د مشاهدې نه ډېره وړاندې تللې ٬ اوس خو پ?? م??بو??ه كشمير كښې په ميديا هم بندېز دے٬ ده ووئېل جې په ميډيا بندېز لرې شي نو هله به حقيقت د نړۍ په وړاندې شي خو وخت به تېر وي ٬ دې لپاره مونږ بيا بيا خواست كوٶ چې په دې صورتحال دې په وخت كاروائي وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د برتانيې د وزيراعظم بورس جانسن مننه كوٶ٬ د برتانيې وګړو پ?? مانچسټر، برمنګھم، بريډ فورډ ښارونو كښې په لويه شمېره م??بو??ه کشمير كښې د هندي ظلمونو پ?? ضد احتجاج كړې٬ دوي دا اندازه لري چې دا مهال كشميريان كوم كېفيت څخه تېرېږي۔ خارجه وزير ووئيل ما ته هند سره خبرو اترو لپاره وئيلې كېږي خو د دې نه زيات ضروري په م??بو??ه سيمه ??ښې د قتل عام لاره نيول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په م??بو??ه کشمير د هند اقداماتو لاره نيولو له چې زمونږ نه څه كېدې شي ھغه به كوٶ۔ د دې وړاندې نړيوال نتظيم جينو سائيډ واچ وئيلي دي د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې په م??بو??ه كشمير كښې د نسل كشۍ لاره نيولو لپاره وارننګ وركړي٬ په م??بو??ه كشمير كښې د لكهونو پ?? شمېر هندي عسكر په ځائ كړې شوې او هلته قتل عام پېل كېدې شي٬ ده ووئېل هلته د بشري حقونو خلاف ورزۍ ٬ په كشميري??نو د تشدد او پ?? زور د بندي كولو لړۍ روانه ده٬ په م??بو??ه کشمير كښې حريت مشر??نو د جلا وطن كولو هڅې روانې دي او مواصلاتي نظام هم معطل دے۔ جينو سائيډ واچ وئيلي دي په سيمه ??ښې په مسلمان اكثريت د هندي اقليتي پوځ حكمراني ده(ګ ل/ض ض/