اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي پارلمان كښې قانون سازي كول٬ غونډه چلول د حكومت او مخالفې ډلې شريكه ذمه واري او فرض د??٬ مخالفه ډله خبر ده چې دا مهال د ګردې نړۍ نظر د پاكستان پارلمان پلو د??٬ مخالفه ډله د ضدي او مرور ماشوم رول ادا كوي٬ بايد مخالفه ډله په قامي مفادات او د قامي سلامتيا په ??ارو قانون سازۍ لپاره د حكومت ملګرتيا وكړي ٬ د حکومت زياته ذمه واري ده او وزيراعظم عمران خان هم غواړي چې د كوټلې قانون سازۍ د لارې د معامله سر ته ورسي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خَبرو كښې دې و??ئيل مخالفه ډله ناجائزه غوښتنې تسليمولو لپاره دا لارې خپلوي خو هغوي دې ځان پوهه كړي چې حكومت به دوي بېلك مېل نه كړي ۔ دې و??ئيل يوه سزا واره مېرمن د پلار تپوس پوښتنې لپاره د بهر تللو اجازه غوښتې٬ د مريم نواز په معامله د عدالت د تفيصلي پرېكړې په طمعه يو٬ د ھغې نامه د اي اسي اېل نه د وېستلو معامله كابينې ته نه ده راغلې۔ دې و??ئېل اوس له يوازې په جنرل ډسکش په دې حقله بحث شوے چې پرې هر غړي رائے وركړې٬ كله چې كابينې ته دا معامله وړ??ند?? كړې شي نو په دې به غور كولې شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل يو ډول قانون جوړول د حكومت ذمه واري ده٬ وزيراعظم عمران خان قام سره لوظ هم كړې چې ھغ?? به هېواد كښې د فرق نه غېر د برابرۍ په كچه انصاف وركوي او هېواد كښې د قانون حكمراني باوري كولو لپاره اقدامات روان دي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئېل د نشه اي توكو تور زيات سنجيده دے٬ د رانا ثناء اللہ معامل?? به په عدالت كښې ثابتوٶ٬ د نشه اي توكو په خرڅ كښې د ككړ كس پروډکشن آرډر نه شي جاري كېدې۔ دې و??ئيل د شاهد خاقان عباسي په ضد حكومت كېسز نه دي جوړ كړې۔ دې و??ئيل د نواز شريف بهر هېواد كښې درملنې له د وركړې مودې ختمېدو نه پس به حكومت د مسئلې په اړه وړ??ند?? لائحه خپلوي