اسلام آباد 05 جنوري (ا?? پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې پاكستان به امن لپاره خپل كردار ترسره كوي، پاكستان به د امريكې او ??ېران ترمېنځه په روانه شخړه كښې فريق نه جوړېږي. د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې مېجر جنرال آصف غفور ووئيل چې په خپله خاوره مو ترهګرې ته ماتې وركړې او ?? دې خاتمه مو كړې، پاكستان به خپله خاوره د چا په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي. ده د امريكې لخوا د پاك پوځ د تربيې پروګرام د بحالې په تناظر كښې د اېران په اړه په پالېسې د بدلون په اړه د هندي مېډيا دعوې رد كړې او ??ا ئې پروپېګنډه او فېك نيوز وګرځولو او وې وئيل چې په دې معامله د تېرو څ??ور پنځو مياشتو نه د دواړو هېوادونو خبرې روانې وې.