اسلام آباد 12 م??رچ (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي نړۍ كښې ټول جنګونه د وسائلو او دولت د استحصال په حقله شوي٬ د زياتو وسائلو ت??لاسه كولو په مقابل كښې ډپرېشن زي??تې??ي٬ پرېشانۍ او د ذهني فشار سره په دماغ منفي آغيز كېږي٬ سماجي خېرښګړې او د بې وسو مرسته كولو سره خوشحالي او اطمينان ترلاسه كېږي٬ په خونځيو كښې د كوچنيانو په سټرېس لېول پوهېدو ته اړتيا ده۔ د ??ې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د زيارت په ورځ د دماغي صحت پارلماني كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د خوب نه پورا كېدو له امله په دماغو فشار زي??تې??ي٬ د هېواد د 30 نه تر 40 فيصده آبادۍ څه نه څه فشار سره مخ دي ٬ په سماجي اړيكو كښې كمې راغلې ٬ بايد مونږ يو بل د خپلو مسئلو نه خبر اوساتو ځكه چې دې سره ذهن فشار كمېدې شي۔ اولس مشر ووئيل غم ښادي ورور او خور دي۔ ده ووئيل په خونځيو كښې د كوچنيانو په سټرېس لېول پوهېدو ته اړتيا ده په اسلام آباد كښې د ماشومانو د سټرېس كچه معلومولو لپاره اېپ جوړ كړې شوې۔ ده ووئيل اولس د پرېشانۍ نه رابهر كولو ته اړتيا ده او دا ډېر لوے كار دے٬ بايد ميډيا د ذهني صحت په اړه شعور بېدارولو له خپل كردار اولوبوي