اسلام آباد 07اپریل (اے پی پی) پاکستان علماء کونسل او دارالافتاء پاکستان ګرد هېواد كښې شب بر??ٔت د توبې شپې په توګه د لمانځلو اعلان كولو سره ا??لس ته خواست كړې چې هغوي كورونو كښې د خاص عبادت اهتمام وكړي۔ ناڅاپي صورتحال نظر كښې نيولو سره جوماتونو كښې او جوماتونو څخه بهر اجتماعاتو څخه ډډه وكړي شي ولې چې دا مهال د انساني ځانونو كورونا وباﺀ څخه ساتل افضل دي۔ د نهې په ورځ د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وفاق المساجد والمدارس ص??ر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ٬ مولانا عبدالكريم نديم ٬ علامه عبد الحق مجاهد ٬ مولانا محمد رفيق جامي ٬ مولانا اسد زكريا قاسمي ٬ مولانا اسد الله فاروق ٬ مولانا محمد ايوب صفدر ٬ پير اسد حبيب شاه جمالي او نورو خپل شريك بيان كښې ??وئ??ل علماﺀ او مشائخو وئيلي دي شب بر??ٔت د فضيلت او بركت شپه ده ، دا مهال ټوله نړۍ او په خاص توګه پاكستان كورونا وائرس وباﺀ سره مخ دے او هره ورځ نزدې سل زره كسان دې وباﺀ كښې مبتلاﺀ كېږي۔ دوي ??وئ??ل په داسې صورتحال كښې شب بر??ٔت يو غنيمت دے۔ دې موقعې څخه بايد ګټه پورته كړې شي۔ استغفار وكړئ او لوئے څښتن څخه دې وباﺀ څخه خلاصي له دعا وكړئ۔ دوئي ??وئ??ل دا شپه مسلمانانو له د ژړا فرياد ده۔ رب كريم سره په دې شپه د خپل لوظ پخلې وكړئ چ?? د ??اك پروردګار او د هغه د مخلوق حقونه به ادا كوؤ۔ دوئي ??وئ??ل دا شپه په داسې حالاتو كښې راځي كله چ?? د ??ړۍ د طب پوهان په سماجي توګه يو بل څخه د لرې پاتې كېدو هدايت كوي۔ له دې كبله پاكستان كښې دې جوماتونو او جوماتونو څخه بهر هر ډول اجتماعاتو څخه ډډه وكړې شي۔ ا??لس دې دې بندېز ته پام وكړي او چرته دې هم اجتماع نه كوي بلكې كورونو كښې پاتې كېدو سره دې انفرادي عبادت باوري كړي۔(MWA/)