اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) اېمنسټي انټرنېشنل خپل اوسني راپور كښې په بې ګناه كشميريانو د قابضو هندي ځواكونو لخوا د پېلټ ګنز په كارولو د بنديز غوښتنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند نفيس زك??يا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وئيلي دي هندي عسكر په بې ګناه كشميريانو پرله پسې ظلمونه كوي۔ ده ووئيل اېمنسټي انټرنېشنل د كشميريانو په ضد د پېلټ ګنز په كارولو د بنديز غوښتنه كړې چې پكښې ماشومان او د زده كوٶنكو پشمول ګڼ شمېر كشميري وګړي د بينائې نه محروم شوې دي۔ خپل د 12 پانړو په راپور كښې اېمنسټي انټرنېشنل وئيلي دې د وسلوآغيز به تر راتلونكو څو كلونو محسوسولې شي۔ و??اند ووئيل وزير خواجه آصف د چین ، ایران او ترکیې كاميابي دورې كړې دي٬ پاكستان سيمه ايز سياست او د سلامتيا په مسئلو خپل موقف په ښه ډول وړاندې كړې۔د خارجه وزير د اوسنۍ دورې پېشرفت په تناظر كښې سيمه ايزو هېوادونو سره مشاورت او د تازه صورتحال د جاج اخستو په لړ كښې وه۔ ده ووئيل د دې دورو په مهال دپهټولو اړخو په يو شمېر نكات?? سلا راغلې لكه څنګه كښې په افغانستان كښې امن د سيمې استحكام ??پا??ه مهم دے او د افغان مسئله هېڅ پوځي حل نه لري۔ ده ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېر زيات كردار لوبولې او په ځاني او مالي توګه ئې ډېرې قربانۍ وركړې دي۔ و??اند ووئيل د ټول?? سلا راغلې چې په افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو موجودګي او ژالې سيمه ايزو هېوادونو ??پا??ه خطر ل??ې او ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده كومې ??پا??ه چې نړيواله مرسته پكار ده۔ په دې خبره هم ټينګار شوې چې ښه سيمه ايز امن ??پا??ه د كشمير غوندې د شخړو هوارې ډېر مهم دے او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د سنجيده اندېښنو سبب او د غندنې جوګه ده۔ و??اند ووئيل پاكستان د هندي ظلمونو زوروره غندنه كړې٬ يوازې په دې ورستۍ مياشت كښې د طاقت د وخشيانه استعمال له امله په كولګام٬ سوپور، سرینګر او پلوامه سيكو كښې 9 كشميريان شهيدان شوې او 74 ژوبل شوي دي ۔ و??اند ووئيل په هند كښې اقليتونو سره ناروا سلوك د بشري حقونو پحقله د هند د سختې رويې ثبوت دے۔ د روهنګيا په مسلمانانو د ظلمونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د ميانمر د مسلمانانو د بشري خواخوږۍ له مخې د هر ډول معاونت كولو عزم لري