اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي)د رېلوے ??فا??ي وزير خواجه سعد رفيق وئيلې دي د مسلم لیګ (ن) قیادت د نظر ثانۍ په اپیل د نتيجې اداراك ٶ او د دې باوجود سترې محكمې ته مراجعه وكړه٬ په حلقه ا??ن اے 120 كښې به كلثوم نواز په اكثريت سره بريالۍ كېږي ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د عد??یې د عزت تحفظ د حكومتي ادارو ذمه واري ده٬ بايد مونږ د ماضي نه زدكړه وكړو٬ هېواد د ادارو ترمېنځه د محاذ آرائۍ متحمل كېدې نشي نه٬ عمران خان له په ټاكنو ??مېسون او عدالتونو ??ورې ټوقې كول پكار نه دې۔ ده ووئيل په حلقه ا??ن اے 120 كښې به كلثوم نواز په اكثريت سره بريالۍ كېږي٬ مریم نواز د ا??ن اے 120 په كاميابۍ سره د كمپائن په چلولو مباركي وركوم۔ ده ووئيل سترې محكمې د نظر ثانۍ په درخواست مختصره پرېكړې اورولې چې ??رس??ه يو ځل بيا د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شریف او د ھغه كورنۍ ته انصاف ترلاسه نشو۔ده ووئيل د جولائ په 28مه نيټه په اولسي پرېكړه او د جے آئي ټي د جوړېدو په طريقه كار مونږ تحفظات لرو٬ د مسلم لیګ (ن) قیادت ته د نظر ثانۍ د اپیل نتيجو اداراك ٶ او د دې باوجود سترې محكمې سره ئې مراجعه وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چوهدري نثار سينئر دے ھغه تل مونږ ته لارښونه كړې۔