اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د قام?? سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه وئيلي دي د مدرسو زده كوٶنكو د عصري تعليم او تر??يې د لارې په قامي چوكاټ كښې راوستلو لپاره حكمت عملي جوړٶ٬ د هر م??اتب فكر علماء كرامو او د وفاق پينځه واړو مدرسو په مشرۍ كښې د مشاورت عمل روان دے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د مدرسو زده كوٶنكو په قامي چوكاټ كښې راوستلو لپاره د اصلاحاتو پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په غونډه كښې د پېشه وره تعليم او تر??يې وزير انجينئر بليغ الرحمان ٬ د اتحاد تنظيم المدارس مشر م??تي منيب الرحمان ٬ حنيف جالندهري٬ مولانا نياز حسېن نقوي سره سره د مذهبي چارو او د تعليم وزارتونو اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ ناصر جنجوعه ووئيل حكومت د مدرسو زده كوٶنكې په قامي چوكاټ كښې شاملول غواړي او دې لپاره په مدرسو كښې د لازمي مضمونونو سره سره تر ګرېجوېشن تعليم لپاره يو پلان جوړوي٬ نننۍ غونډه د دغې مشاورت برخه ده۔ غونډه كښې ګډ??ن كوٶنكو د قام?? سلامتيا صلاحكار د مدرسو زده كوٶنكو روښانه سباٶن لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه۔