سكردو 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د ګلګت بلتستان پرمختګ او د اولس خېر ښېګړې لپاره پوخ عزم لري٬ په ګلګت بلتستان كښې د جمهوري اقدارو او د جمهوريت په ښه ډول تسلسل خوشبينه دے٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې به سيمې ته ډېره ګټه ورسي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د ګلګت بلتستان كونسل د بجټ 11مې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې ?? كومې مشري چې وزيراعظم وكړه۔ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان ګورنر او د كونسل وائس چيئرمېن مير غضنفر علي خان٬ وزيراعلٰي حفيظ الرحمان٬ د ګلګت بلتستان كونسل غړو او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجېس طاهر ګډون وكړو۔ وزيراعظم وو??يل چې په ګلګت بلتستان كښې د جمهوري اقدارو او د جمهوريت په ښه ډول تسلسل خوشبينه دے٬ ده په دې خبره ټينګار وكړو چې بايد د ګلګت بلتستان كونسل غونډې پرله پسې وشي۔ ده وو??يل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د اولس خېر ښېګړې ??و د هېواد پرمختګ ته تر ټولو وړاندې پام كوي٬ زمونږ حكومت نه يوازې پروژې پېل كو??٬ بلكې ترسره كوي ئې هم۔ ??ه وو??يل چې د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ حكومت د سيمې سماجي ا و معاشي پرمختګ لپاره په ريښتينې معنٰي كار كړے۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان په اړه وو??يل چې دا سيمه ډېر صلاحيت لري٬ په دې سيمه كښې د كاروباري چارو او د سېلګرې پراخا موقعې دي۔ د پاكستان او چين اقتصادي لار به هم د دې سيمې نه تېرېږي او د دې به سيمې ته ډېره ګټه ورسي او دا ګټه به تر پېړو روانه وي۔ ده وو??يل چې د ګلګت بلتستان اولس ځانګړې ??ېثيت لري او پاكستان سره بې كچه مينه لري۔ وزيراعظم وو??يل چې حكومت په هر ډول د دې سيمې پرمختګ او د اولس د خېر ښېګړې ??زم لري۔ ده وو??يل چې حكومت به د دې سيمې پرمختګ لپاره هر ډول ??مكنه مرسته كوي او د سيمې پرمختګ لپاره به هېڅ ډول ??سر نه پرېږدي۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم چې كله د سكردو هوائي اډې ته ورسېدو نو د ګلګت بلتستان ګورنر مير غضنفر علي خان٬ وزيراعلٰي حفيظ الرحمان٬ د كونسل غړو او اعلٰي چارواكو ئې هركلې وكړو۔