اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) د وزیراعظم خاص م??ست??ال ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي پاکستان مسلم لیګ (ن) هېواد كښې د آئین او قانون په سرلوړۍ باور لري، هېواد كښې د عدل داسې نظام غواړو كوم چې په مساوی بنیادونو ټولو لپاره يو برابر وي۔ د شورو پھ ??رځ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) هېواد كښې د عدل داسې نظام غواړي كوم چې په مساوی بنیادونو ټولو لپاره يو برابر وي۔ ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د نااهلۍ د سپریم کورټ پھ ??ريكړه تحفظات لرل كوم چې مونږه اولس ته وړاندې كړي۔ ده ووئيل د تحریك ا??صاف مشر عمران خان د يوې آف شور کمپنۍ مالك ؤ د كومې چې هغه اعتراف هم كړې دې۔ ده ووئيل زمونږ عدالتی نظام كښې د ښھ والې ګنجائش شته ځكه چې عدالتونو پھ تير وخت كښې ځينې متنازعه پريكړې هم كړې دي۔ ډاکټر مصدق ملك ووئيل بايد ادارې خپل آئینی حدود كښې دننه كار وكړي ځكه چې د هېواد نظام مستحکمولو له دا هم ضروری دي۔ ده ووئيل ټولو سیاسی ګو??دو??و منلې چې تير وخت كښې غلطۍ شوې دي۔