اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئېلي دي د امن او استحكام نه بغېر پرمختګ ممكن نه دے ٬د اسلام آباد پوليس به د جديد دور له مخې تربيه كولې شي ٬د راتلونكې اونۍ څخه به ريپډ ريسپانس فورس كار پیل كړي٬پوليس به د كمزورو طبقو ??حا??ظه جوړول وي چې هر يو وګړې پوليسوته په احترام سلام كوي٬د اسلام آباد پوليس لپ??ره به شټل سروس پېل كولې شي او وګړو لپ??ره به اېپ جوړولې شي٬د سيټزن سروس سنټر سره به د پوليس روايتي كلتور بدل شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په نېشنل پوليس اكېډمۍ كښې پوليس مېډيا ټريننګ وركشاپ ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير ووئيل روايتي پوليس به په سمارټ پوليسنګ بدلولې شي٬آئي ټي دې وكارولې شي او اد??ره جاتي اصلاحات دې وكړی شي۔ده ووئيل اسلام آباد پوليس له د مشرۍ كردار ادا كول پكار دي٬راتلونكې اونۍ به د كاؤنټر ټيرارزم او ريپډ رسپانس فورس كار پیل كړی شي كوم به چې په 500 ځوانانو مشتمل وي٬اسلام آباد پوليس كښې اينټي رائټ فورس كار پېل كړی٬ ده ووئېل دا كار ډېر وړاندې نه پكار و۔۔ده ووئيل پرون دې فورس ډېره ښه مظاهره كړې ۔ده ووئيل د كميونټي نه ځانله پوليس كاميابېدې نه شي۔د اېس اېچ او د روايتي كردار په ځاې كميونټي ليډر كردار كول پكار دي او پوليس له كميونټي سره تعلق جوړول پكار دي٬ احسن اقبال ووئېل پوليس به د كمزورو طبقو ??حا??ظ وي چې هر وګړې پوليس ته سلام وكړي۔ده ووئيل د اسلام آباد پوليس له د ټرانسپورټ آسانۍ وركول پكار دي٬ د اسلام آباد پوليس لپ??ره شټل سروس وركول پكار دي دغسې چې دوي د چا نه لفټ نه غواړي۔ده د اسلام آباد آئي جي پوليس ته هدايت وكړو چې د اسلام آباد پوليس اېپ دې جوړ كړی شي دغسې چې وګړي په هغې رابطه او هغې څخه استفاده وكړې شي۔ده ووئيل بايد سټزن فرينډلي پوليس رامخې ته شي۔ده ووئيل سټيزن سروس سنټر جوړ كړی شوې چې ورسره د پوليس روايتي كلتور بدلېږي۔ده ووئيل د ماډل پوليس لپ??ره پي سي ون جوړولو كښې تاخير شوې٬ما په داخله وزارت ډېر په مشكله دا پي سي ون جوړ كړې ؤ ٬اسلام آباد ك??ې نوې سروس سنټر جوړولې شي په كوم كښې به چې د يو چهت لاندې ټولې آسانۍ ترلاسه وي۔ده ووئيل د مېډيا وركشاپ مقصد پوليس د مېډيا په اړه خبرول دي۔ده په مېډيا زور راوړو چې هغوي خپلې ذمه وارۍ وپېژني او په كرائم سين رپورټنګ كولو سره احتياط څخه كار واخلي۔ده ووئيل پوليس دې هم د مېډيا او كميونټي حاجتونو څخه ځان خبر كړي ۔دستورې ته د اسلام آباد آئي جي سلطان اعظم تيموري نوموړي خبريال حامد مير او عمر چيمه هم خطاب وكړو