اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني سره د جاپان سفیر تکاشي کورائي د ګل په ورځ ليدلي دي ۔ د سېنېټ سيكټرېټ لخوا د جاري شوي خبرې پاڼې له مخې په دې موقع خپلو خ??رو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاکستان او جاپان ترمېنځه د موجوده معاشي رابطو لا مستحكمولو او تجارتي عدم توازن ختمولو ته اړتيا ده۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو ??ه والي لپاره د پارلماني روابطو وده ډېر ضروري ده۔ په دې موقع په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جاپان په پ??رلما?? كښې د پاك جاپان دوستي ډلې مشر ته د ??اك??تان دورې كولو بلنه هم وركړه۔