اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو ??فاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د حكومت وژن 2025 نقل كولو سره پي ټي آئي د 100 ورځو پروګرام جوړ كړی٬كه هغوي نقل سم كړے وې نو د هغوي به دروغ د 100 ورځو په پلان كښې نه رامخې ته كېدل ٬د كے پي كے اولس سره چې د تېرو پنځو كلونو ??ه مها?? څه شوي٬د هغې ځواب د 100 ورځو پروګرام سره نشي وركړے كېدې٬٬عمران خان له چېلنج وركوم چې هغه په كے پي كے كښې په سكول كښې يوه كوټه٬په روغتون كښې يو هال يا د خذمت كومه هم منصوبه وښائي٬د خېبرپښتونخوا اولس د پنځو كلونو حساب غواړي٬د خېبرپښتونخوا حكومت له مشوره وركوم چې د ميټرو لپاره كنستلې شوي كندې بندې كړي دغسې چې څه نه څه كاركردګي رامخې ته شي او اولس د پیښو څخه بچ شي٬ پاكستان مسلم ??يګ(ن)د پنځه كلنې كاركردګۍ حساب وركولو نه پس د محمد نواز شريف وژن او محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې به مسلم ??يګ(ن)د 2018 منشور وړاندې كوي٬د كاركردګۍ په بنياد به ټول ټاكنو ??ښې برخه اخلو او اولس به يو ځل بيا د خذمت موقع راكوي٬تېرو 66 كلونو ??ښې دومره برېښنا نه وه پېدا شوې څومره چې د پاكستان مسلم ??يګ(ن)په دې دور كښې پېدا كړې شوه٬ 11 نيم زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامله كړی شوې٬دې سره سره 1700 كلوميټره موټروېز جوړې كړی شوې٬پاكستان مسلم ??يګ(ن)به د ورځې په بنياد د وزارتونو٬ډويژنو او محكمو سكور رېكارډ وړاندې كوي٬د كاركردګۍ موازنه به اولس خپله كوي۔دې د نهې په ورځ پنجاب هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔وفاقي وزيران احسن اقبال٬سائره افضل تارړ٬بليغ الرحمان٬مفتاح اسماعيل او د پنجاب حكومت وياند احمد خان هم دې سره ملګري وو۔وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د پاكستان مسلم ??يګ(ن)وفاقي او د پنجاب په كچه بايد د بېلو وزارتونو٬ډويژنو او د محكمو كاركردګۍ پھ حقله د نورو صوبو سره د ورځې په بنياد موازنه وكړی شي۔دې ووئيل وخت راغلې چې د پاكستان اولس د كاركردګۍ په بنياد ووټ وركړي ځكه چې اولس كښې شعور راغلې۔دې ووئيل د مسلم ??يګ(ن)وزيرانو د خپلو محكمو اصلاحات او د اولسي خذمت لپاره منصوبې اولس ته وړاندې كړي۔مريم اورنګزېب ووئيل د عمران خان د 100 ورځو پلان عكاسي د ميټرو منصوبې هغه كندې كوي كومو سره چې د كے پي كے اولس ستونزو سره مخ شوې۔دې ووئيل هغه منصوبې كومې چې قيصې جوړی شوې وې٬هغه منصوبې وفاقي حكومت او د پنجاب حكومت نه يوازې پیل كړي بلكې هغه يې بشپړې كړې هم دي۔دې ووئيل عمران خان ادعا كړی وه چې مونږ به دومره برېښنا پیدا كړو چې ټول پاكستان به يې كاروي۔عمران خان دې يوازې د برېښنا د يوې منصوبې نامه واخلي كومه چې هغه پیل كړی يا بشپړه كړې وي۔ وفاقي وزېرې ووئيل عمران خان چې په پنځو كلونو ??ښې د كے پي كے اولس سره څھ كړي هغه د ټولو په وړاندې دي۔د اطلاعات وزيرې ووئيل د بشري وسائلو استعمال په حقله د يو اېن ډي پي راپور هم هغه تصور وړاندې كوي كوم چې د كے پي كے اولس سره په تېرو پنځو كلونو ??ښې شوي ٬د هغې حساب به د پي ټي آئي څخه د پاكستان اولس اخلي۔دې ووئيل د كے پي كے د بشري وسائلو د اشاريو دې د ټول پاكستان سره موازنه وكړی شي۔كے پي كے د بلوچستان او سندھ څخه هم وروستو پاتې شوې۔دې ووئيل تېرو 66كلونو ??ښې دومره برېښنا نه وه پېدا شوې څومره چې د پاكستان مسلم ??يګ(ن)په دې دور كښې پېدا شوې٬ 11 نيم زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامله كړی شوې٬ مريم اورنګزېب ووئېل دې سره سره 1700 كلوميټره موټروېز جوړې كړی شوې۔ د پاكستان مسلم ??يګ(ن)د پنځه كلنې كاركردګۍ حساب وركولو نه پس به د محمد نواز شريف وژن او محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې مسلم ??يګ(ن) د 2018 منشور وړاندې كوي او د كاركردګۍ په بنياد به ټول ټاكنو ??ښې برخه اخلو او اولس به يو ځل بيا د خذمت موقع راكوي