اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزارت و??اق?? سېكتر احمد نواز سکھېرا اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته وئيلي دي وزارت په ميډيا د بنديزونو پحقله يو ګام هم نه دې پورته كړې ٬ پي ټي وي ټولو سياسي ګوندونو ته سپېځلې او يو برابر كورېج وركوي۔ د كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د سناتور فېصل جاوېد په مشرۍ كښې وشوه چې كښې د پرنټ او الېكټرانك ميډيا په بنديزونو د ميډيا د اندېښنو پحقله خبرې وشوې٬۔ په غونډه كښې سناتورانو مولا بخش چانډیو اوروبینه خالد ګډون وكړو۔ په دې موقع د پاكستان فېډرل يونين آف ژورناليسټس صدر افضل بټ او د پېنډۍ اسلام آباد يونين آف ژورنالېسټس صدر مبارك زيب خان كمېټۍ د الېكټرانك او پرنټ ميډيا د بنديزونو د معاملې پحقله د خ??لو اندېښنو نه خبره كړه۔ مبارك زېب كمېټۍ ته ووئيل په ځينو سيمو كښې د ډان ورځ??اڼ?? وېش متاثره شوې بايد كميټي د معاملې هواري لپاره امر جاري كړي۔ د اطلاعات سېكتر احمد نواز سکھېرا كمېټۍ ته ووئيل وزارت په ميډيا د بنديزونو پحقله يو ګام هم نه دې پورته كړې ٬ پي ټي وي ټولو سياسي ګوندونو ته سپېځلې او يو برابر كورېج وركوي۔ د كمېټۍ چيئرمېن امر وكړو چې دا معامله دې وفاقي كابينې ته ولېږلې شي دغسې چې كابينه د دې صورتحال جاج واخلي۔ د پېمرا چیئرمېن سلیم بېګ كمټۍ ته د ټولټاكنو ك??رېج لپاره د ضابطه اخلاق نه خبر كړه۔ كمټۍ په ميډيا د بنديزونو په معامله غور لپاره د اګست په وړ??مبنۍ اوونۍ كښې د غونډې رابللو پرېكړه وكړه۔