اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمیر اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې د ګورنر راج نه پس صورتحال لا اندېښمن او خراب شوے٬ د ??ټو?? عملياتو په بهانه په مېرمنو جنسي تېرې او تشدد كولې شي٬ حر??ت لارښود نظر بند كړې شوې٬ د ج??از نه غېر ګرفتارۍ روانې دي٬ سياسي بنديان هند او ??وے ډيلي ته منتقل كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په صدارتي كېمپ آفس اسلام آباد كښې اولس مشر سره ملاقات كړې۔ په دې موقع خارجه سېكترې ووئيل پاكستان د كشمير كشاله په نړيواله كچه پورته كوي او د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره به د دوي د هلو ځلو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ مسعود خان ووئيل د هندي ځو??كونو لخوا د تشدد او جبر باوجود كشميريانو د آزادۍ خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ اولس مشر د خارجه دفتر د هلو ځلو هم ستائنه وكړه