اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاکستا?? تحریك انصاف حکومت د معاشي پالیسو محور لاندينۍ او د مېنځنۍ طبقې پرمختګ دے٬ هېواد به هغه وخت پرمختګ كوي كله چې زمونږ د پاليسو محور لاندينۍ طبقه رابره كول او دوي ته د پرمختګ يو ډول موقع وركول وي٬ د هېواد او د قام د پرمختګ خوب تر ھغې نشي رښتيا كېدې تر څو چې د ټولنې هر كس د معاشي نظام او د پرمختګ په عمل كښې شراكت دار جوړ نه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه عمران خان د ز??ارت په ورځ په وزيراعظم افس كښې د اكنامك اېډوائزري كونسل غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د ??زا??ې وزير اسد عمر٬ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬ د وزیرِاعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عشرت حسېن، د مركزي بانك ګورنر ٬ د ??زا??ې سېكتر٬ ډاكټر فرخ اقبال، ډاکټر اشفاق حسن خان، ډاکټر اعجاز نبي، ډاکټر عابد قیوم سلهري، ډاکټر اسد ز??ان، ډاکټر نوید ح??مد?? سید سلیم رضا او ثاقب شېراني ګډون وكړو۔ وزیرِاعظم د معيشت د نوميالو پوهانو په اكنامك اېډوائزري كونسل كښې د شاملېدو مننه كولو سره ووئيل د نوميالو شخصياتو تجربې او سفارشاتو څخه د هېواد ميعشت ته په پېښو مسئلو قابو موندلو٬ د حكومت اصلاحاتي اېجنډې او نوې سوچ عملي كولو له ډېره مرسته به تر لاسه شي۔ ??زیرِاعظم ووئيل د بده مرغه په تېر وخت كښې جوړې كړې معاشي پاليسو كښې د لاندينې او مېنځنۍ طبقې په سماجي او معاشي پرمختګ او د دوي ضرورتونه بيخي نظر انداز كېدل۔ ده ووئيل د پاکستا?? تحریك انصاف حکومت د معاشي پالیسو محور لاندينۍ او د مېنځنۍ طبقې پرمختګ دے۔ وزیرِاعظم د مدينې د رياست مثال وركولو سره ووئيل په تاريخ كښې په وړومبي ځل په رياست كښې لاندينۍ او بې وځله طبقو ذمه واري پورته كړې ٬ د رياست ھغه تاريخي اقدامات سره نه يوازې محروم او كمزورې طبقې پخپلو پښو اودرېدلې بلكې ھغوي د نړۍ يو عظيم قوت په توګه رامخې ته شوي۔ ده ووئيل هېواد به هغه وخت پرمختګ كوي كله چې زمونږ د پاليسو محور لاندينۍ طبقه رابره كول او دوي ته د پرمختګ يو ډول موقع وركول وي۔ ??زيراعظم ووئېل د هېواد او د قام د پرمختګ خوب تر ھغې نشي رښتيا كېدې تر څو چې د ټولنې هر كس د معاشي نظام او د پرمختګ په عمل كښې شراكت دار جوړ نه كړې شي۔ ??ه دې موقع غونډه كښې ګډون كوٶنكو هېواد ته د پېښو معاشي مسئلو هواري له بېلا بېل تجويزونه وركړل