اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د اوبو كمي سره مخ دے٬د حكومت سره سره به ټولو وګړو له د اوبو ضائع كېدو مخ نيوي او د هغې استعمال ښه كولو له كردار ترسره كول وي٬د زرعي مقاصدو او په ښارونو كښې د اوبو استعمال كه په ښه ډول وشي نو د اوبو ضائع كېدو مخ نيوي كېدې شي۔د جمعې په ورځ د اوبو په معامله خپل پېغام كښې ده و??ئيل نن په يوه مهمه مسئله د قام په وړاندې د خپلو خيلاتو شرېكول غواړم۔ده و??ئيل تر ټولو لويه مهمه خبره دا ده چې پاكستان د اوبو كمي سره مه دې او د اوبو د كمي مسئله د ګلوبل وارمنګ په اړه هم ده۔ده و??ئيل پ?? پاكستان كښې اوبه ضائع كېږي هم ځكه چې مونږ په كوم ډول اوبه استعمالوو هغه ښه طريقه نه ده۔ اولس مشر ووئيل چيف جسټس د بندونو جوړولو لپاره جې د فنډ كوم كار چې پېل كړې د هغې مرسته وزيراعظم هم كړې۔په دې حقله د سمندر پورې پاكستانيانو ته په خاص توګه غږ كوو چې دې پلو پام لرنه و??ړي۔ده و??ئيل دا وخت هم پاكستان كښې د اوبو كمې دے خو په سباؤن كښې د زيات كمي امكان دے۔ده و??ئيل پھ دې حقله د اولس پام د دوو څيزونو پلو راګرځول غواړم۔ اولش مشر عارف علوي ووئيل حكومت به دا هڅه كوي چې زرعي فارمنګ په ښه ډول وكړی شي او اوبه ضائع نه شي۔ده و??ئيل پ?? دې حقله د كركيلې مقاصدو لپاره ډرپ ايريګېشن يا سپرے ايريګېشن او لائنګ آف واټر كينال او واټر ويز ته پام لرنې ته اړټيا ده۔ده و??ئيل دا حد??ث مبارك هم دے كه درياب په خوا كښې هم څوك چاراندام كوي نو د اوبو په استعمال كښې دې اختياط وكړي۔ده و??ئيل بايد په ښارونو كښې وګړي هم دغسې وكړي۔ اولس مشر ووئيل د ژوندي قامونو دا مثال وي چې ټول خپلې ذمه واري تر سره كوي ۔