اسلام آباد 09 نومبر (اے پ?? پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په جديد فلسفيانو كښې د ع??ام?? محمد اقبال نوم ځانګړې او جدا حيثيت لري٬ د ع??ام?? اقبال د پېغام رڼا وخت سره سره لا زياتېږي٬ ده د ل??ېديځو فلسفيانو د نظرياتو په جديد عملي انداز كښې موثر ځواب وركولو سره اسلامي ن??ريات بيا ژوندي كړي۔ د جمعې په ورځ د اقبال ورځې په موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خپل پېغام كښې ووئيل چې د مفكر پاكستان د خوب تعبير د پاكستان تحريك انصاف اېجنډا او منشور دے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان پاكستان د قائداعظم او ع??ام?? اقبال د سوچ له مخې جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل چې ځوانانو ته په خاص توګه د علام اقبال د كلام لوستلو ضرورت دے۔ اقبال ځوانانو ته د خودي پېغام وركړے او دوي ته ئې د شاهين ژوند خپلولو سره د پرله پسې هڅو درس وركړے۔ ده ووئيل چې ځوانان فكر اقبال خپلولو سره د پاكستان او د اس??ام?? امت رښتينې خدمت كولې شي