اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د علامه اقبال او قائداعظم د تصوراتو له مخې پاكستان فلاحي رياست جوړولو لپاره پوخ عزم لرو٬ انشاء اللہ پاكستان به په ??سلامي نړۍ كښې د فلاحي رياست مثال جوړېږي٬ د شېلټر هوم جوړولو پروژه ووټونو لپاره نه بلكې احساس او د رحمدلې جذبې له مخې پېل كړې شوې٬ كومه هم ټولنه تر هغه وخت مهذب نه شي كېدې چې تر څو پكښې خپلو غريبانو٬ بې وسه او بې چاره خلقو لپاره د رحمدلې او همدرۍ جذبه نه وي٬ نن د دې پروژې د بنياد تيګه كېښودل د فلاحي رياست په پلو وړومبې قدم دے٬ د قانون حكمراني باوري كول د حكومت ذمه واري ده٬ كه د سترې محكمې پرېكړې عمل نه شي نو حكومت او رياست به څنګه چلېږي٬ حكومت سترې محكمې سره ولاړ دے۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په لاهور كښې غريب او بې وسه كسانو لپاره د پناه ځائ جوړولو پروژې د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د دې څخه وړاندې عمران خان د پروژې د بنياد تيګه كېښوده او د دې نه پس د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره دعا وكړې شوه۔ د دې نه پس د لاهور ډويلپمنټ اتهارټۍ لخوا وزيراعظم ته د پروژې په ??ړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم عمران خان د دې پروژې په ??ملي كولو كښې د پنجاب وزيراعلٰي د كاركردګۍ ستائنه وكړه او وې وئ??ل چې د هغه د وزيراعلٰي جوړولو پرېكړه درست ثابتېږي۔ كله مې چې د ټاكنو نه پس د سردار عثمان بزدار نامزدګي وكړه نو د دې سخت مخالفت وكړے شو ځكه چې د دې نه وړاندې د اعلٰي وزارت په چوكۍ د داسې خلقو نامزدګې تصور و چې هغوي لوي لوي محلونه لري٬ پروټوكول سره ګرځي او چې د كروړونو روپې انټرټېنمټ بل ئې وي۔ په پنجاب كښې به وزيراعلٰي باچا ګنل كېدو۔ مونږ د داسې وزيراعلٰي د نامزدګې پرېكړه وكړه چې تعلق ئې پاتې سيمې سره و٬ د ده په ??يمه او كور كښې برېښنا نه وه٬ دا داسې سيمې دي چرته چې دوه نيم لكه خلقو لپاره يو ډاك??ر او د روغتيا اسانيې نشته۔ په ??ې سيمو كښې د څښكلو اوبه او نورې بنيادې اسانيې نشته۔ وزيراعظم ووئ??ل چې چا هم دا فكر نه و كړے چې د پاتې او غريبو سيمو خلق څنګه ژوند تېروي۔ سردار عثمان بزدار د سوئيلي پنجاب پرمختګ لپاره وزيراعلٰي جوړ كړے شوے۔ وزيراعظم ووئ??ل چې مونږ دا پروژه ووټ بنك لپاره نه بلكې د احساس او د رحم د جذبې له مخې پېل كړې۔ ده ووئ??ل چې په لاهور كښې په يو شمېر سيمو كښې خلق په ??اران او ژمي ك ښې د سړكونو په ??اړو په ??لودګۍ كښې ويده كېږي٬ چا هم د داسې وګړو فكر نه كولو ځكه چې د دې خلقو ووټ بنګ نه و۔ وزيراعظم ووئ??ل چې ده په ??وشل مېډيا يو عكس ليدلې دے چې پكښې يو مزدور خپل بچو سره د سړك پغاړه وېده كېږي۔ ده ووئ??ل چې زه وايم چې د كوم انسان په ??ړه كښې رحم نه وي هغه انسان نه وي۔ انسان چې كله د نېكې ٬ همدردې او رحمدلې صفات خپل كړي نو اشرف المخلوقات شي بلكې درجه ئې د فريښتو نه هم بره شي خو چې كله پرېوځي نو د ځناورو نه هم بدتره شي۔ وزيراعظم ووئ??ل چې پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح او د علامه اقبال د تصور او هڅو په ??ڼا كښې جوړ شوے و٬ قائداعظم محمد علي جناح د 20مې پېړې لوي سياسي لارښود و كوم چې نيمې وچې پاك و هند لپاره د يو اسلامي فلاحي رياست تصور وړاندې كړو او عملي ئې كړو۔ ده ووئ??ل چې ?? نړۍ وړومبې فلاحي رياست د مدينې و٬ وزيراعظم ووئ??ل چې حكومت سنبالولو سره حكومت ستونزو سره مخ شو۔ مونږ د قرض په ??دا كولو كښې ستونزو سره مخ و٬ پاكستان د دې بحران نه بهر شوے۔ وزيراعظم ووئ??ل چې نن مونږ د فلاحي رياست په پلو وړومبې قدم پورته كړے٬ د دې نه پس لوي لوي كارونه كول دي۔ ده په ??ې موقع د يو چينائي متل حواله وركولو سره ووئ??ل چې زرګونه ميله سفر د وړومبي قدم نه پېل كېږي۔ وزيراعظم ووئ??ل چې د لاهور په پنځو ځايونو كښې به شېلټر هوم جوړولې شي۔ وړومبې شېلټر هوم به مثال وي۔ ده ووئ??ل چې د چين نه مو زده كړې كړې چې اويا كروړه خلق ئې د غربت نه څنګه ويستلي دي۔ مونږ غريبانو لپاره پېكج وړاندې كوو۔ دا پېكج به زمونږ د 100 ورځو د كاركردګۍ مهمه برخه وي۔ وزيراعظم په ??ې موقع د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو سره ووئ??ل چې حكومت به د سترې محكمې د پرېكړې له مخې كار كوي۔ د قانون حكمراني زمونږ ذمه واري ده۔ د شېلټر هوم په ??ړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئ??ل چې داسې شېلټر هوم لپاره د خېبر پښتونخو او سندھ ګورنر سره خبره شوې٬ د سندھ وزيراعلٰي سره به هم د داسې شېلټر هوم جوړولو لپاره خبره كوم۔