اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان عوامي ګوند سناتور انوارالحق كاكړ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د غوښتنې ملاتړ كولو سره وئيلي دي چې بلوچستان ته ?? وركړې شويو اربونو روپو د تحقيقاتو او احتساب غوښتنه جائز ده٬ دې سره به سپېځلتيا راشي او د بلوچستان اولس ته ??ه د دوي حق په وركولو كښې مرسته وشي۔ ??ېره ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې مونږ په سپېځلتيا باور لرو٬ په تېر وخت كښې چې څه شوي٬ ورسره د محرومې درد زيات شوے٬ بايد بلوچستان ته ?? وركړې شويو اربونو روپو آډټ وشي ځكه چې دې سره به سپېځلتيا راشي او قوم ته ??ه حقائق هم معلوم شي۔ ??ه ووئيل چې د هېواد نظام بهتر كولو لپاره سپېځلتيا وړومبې شرط دے۔ مالياتي چارې ښې كولو سره د ښه نظم و نسق په پلو عملي پرمختګ ممكن دے۔ دا اقدام به په بلوچستان كښې غوره حكمرانې او ښه نظم و نسق لپاره يو ښه عملي قدم ثابت شي۔