اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د خپل استاذ مېجر جېفری ډوګلس لېنګ لینډز په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده چا څخه چې وزيراعظم عمران خان په اېچي سن كالج لاهور كښې تعليم ترلاسه كړې٬ جېفري ډوګلس د شورو په ور?? سهار د لنډې مودې ناروغتيا نه پس د فاني دنيا نه كوچ كړې۔ خپل يو ټوئټ ??ښې وزیراعظم ووئيل د محترم استاذ په مړينه مې زړه خفه او ??لګير دے٬ استاذۍ سره سره جېفري ډوګلس په ما كښې د قراقرم سترې لارې جوړېدو نه وړاندې د ټرېكنګ شوق راويخ كړې ؤ او ??ه ئې د شمالي سيمو مداح جوړ كړې ووم۔ وزيراعظم خپل ټوئټ ??ښې دوه عسكونه هم شېئر كړي چې پكښې يو عكس د ھغه د طالب عملې د زمانې ٶ كوم كښې چې وزيراعظم عمران خان د دولس كالو په عمر كښې خپل استاذ او نورو زده كوٶنكو ملګرو سره په ګروپ كښې ولاړ دے او ??ل عكس د جېفري ډوګلس ٶ چې ورسره د ھغه د ژوند او پاكستان كښې د خدماتو مختصر ذكر شوې۔ جېفري ډوګلس په 21م اکتوبر كال 1917 كښې زېږېدلې ٶ او هغه به ټولو د مينې نه د “دي مېجر” په نامه بللو٬ جېفر يو عسكر٬ استاذ٬ غر سر كونكې او ??شري خوا خوږي لرونكې انسان ٶ٬ ھغه خپل ټول ژوند نورو لپاره وقف كړې ٶ او ھغه په دې لړ كښې په خاص توګه د پاكستان انتخاب كړې۔ ھغه د وزیراعظم عمران خان پشمول د نابغ?? روزګار شخصياتو استاذ پاتې شوې ؤ