اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)ا??لس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان عمر له د ملګرو ملتونو او د هغې د چارټر د اصولو په ثابت قدمۍ سره ملاتړ كوي او ملګرو ملتونو كښې به خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ماريه فرنينډا اسپينوسا سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سره ليدل۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم پھ دې موقع موجود ؤ ۔ا??لس مشر ډاكټر عارف علوي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې پام پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو ظلمونو پلو راوګرځولو۔ا??لس مشر ووئيل د پاكستان قاغمي ايجنډا د ملګرو ملتونو د كوټلي پرمختګ اهدافو سره بشپړ مطابقت لري۔ده ووئيل پاكستان په دې وياړ لري چې د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې ګډون كولو سره نړيوال امن كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل مونږ به د محفوظې او څوكالۍ نړۍ لپاره خپل كردار ترسره كوو۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اصلاحات په حقله ا??لس مشر ووئيل د ټولو غړو هېوادونو لپاره دا مهمه مع??مله ده۔ده ووئيل پاكستان د اصلاحاتو عمل په اتفاق سره مخ په وړاندې بوتللو له خوښي لري۔په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ووئيل مونږ ملګري ملتونه د نړۍ پارلمان او يو داسې اداره جوړولو له خوښي لرو كومه چې د ټولې نړۍ ډ ا??لس حاجتونو په حقله كردار تر سره وي۔ا??لس مشر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ماريا فرنينډا وژن وستائېلو او هيله يې څرګنده كړه چې د دې په مشرۍ كښې به ملګري ملتونه لا قوي شي او د ش??ړو څخه بچ كېدو او د جمو كشمير پشمول پھ ايجنډا د ټولو مهمو ش??ړو هواري له به پھ دې لړ كښې د ذكر وړ پېشرفت وشي۔ا??لس مشر ډاكټر عارف علوي د هغې په اعزاز كښې ايوان ??در كښې ملمستياﺀ هم وركړه۔