اسلام آباد 24 جنوری (اے پی پی) وفاقی کابینې د میډیا ریګولیټری اتھارټی جوړولو ، ای او بی آئی پنشنرز له پنشن كښې د 10فیصده زياتوالې منظوری ، لاهور پیمرا کمپلینټ کونسل لپاره بیرسټر محمد احمد ،??حر زرین د غړو په هيڅ ، د بلوچستان پیمرا کونسل لپاره عبدالجلیل د چیئرمېن په هيڅ ، همایوں احمد ،??ېم عظیم کاکړ، ریحانه خلیجی د غړو په هيڅ د غو??ه كولو او د 58 ملیونه ډالره ضمنی ګرانټ منظوری ورګړې شوه ، ویزہ رجیم كښې د لوئ بدلون پريكړې سره دا ګرانټ به د هاؤسنګ څانګې لپاره استعمالېږي، وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې غونډه كښې وزیراعظم د ساهیوال په پېښه سمدستي انصاف وركولو ، په ككړو كسانو مقدمه په سمدستي توګه عدالتونو ته د وړاندې كولو او د پنجاب پولیس اصلاحاتو په سمدستي توګه د عمل درآمد امر كړے دے ، پنجاب كښې په وړومبي پړاؤ كښې 100ماډل پولیس سټېشنې جوړولو او د خېبرپښتونخوا طرز پولیس ایکټ راوړلو پريكړه شوې ده ۔ پاکستان په وړومبي ځل د نړۍ لپاره اوپن کولو سره ویزہ رجیم كښې د لوئ بدلون پريكړه هم وكړې شوه ،وزیراعظم عمران خان ایرا په این ډی اېم اے كښې د ضم کولو په عمل د عدم اطمینان څرګندونې سره سپارښتنه كړې چې ایرا دې په سمدستي توګه این ډی ایم اے كښې ضم کړې شي۔ د اط??اع??ت او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن د زيارت پھ ورځ میډیا ته بریفنګ وركولو سره وو??يل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پنجاب په اړه د اعلی پائې غونډه وشوه چې پكښی د پنجاب وزیراعلی ، د پنجاب چیف سیکتر او د پنجاب آئی جی ګډون وكړو۔ په غونډه كښې پريكړه وشوه چې پنجاب كښې په وړومبي پړاؤ كښې 100ماډل پولیس سټېشنې جوړولو او پنجاب كښې خرابۍ لرې كولو سره د خېبر پښتونخوا په طرز د پولیس ایکټ راوړولو پريكړه وشوه۔ وزیراعظم عمران خان د ساهیوال په معامله په سمدستي توګه د انصاف وركولو سسپارښتنه وكړه او چارواكو ته ئې وو??يل چې د ككړو كسانو مقدمې په سمدستي توګه عدالتونو ته وړاندې كړئ۔وفاقی وزیر وو??يل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يوه بله مهمه غونډه كښې پريكړه وشوه چې پاکستان په وړومبي ځل د نړۍ لپاره پرانستلې كېږي ،ویزہ رجیم كښې د لوئ بدلون پريكړه شوې، دې څخه وړاندې چرې پاکستان د اړخه ویزہ رجیم كښې دا ډول بدلون نه ؤ شوے ، ده وو??ېل دې ویزہ رجیم كښې د بدلون ګټه به خبريالانو ،کاروباری طبقو پشمول ټولو ته ورسي او پاکستان كښې به سېلګري زياته شي۔ چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې پرېكړو په اړه وو??يل د خزانې وزير اسد عمر كابينې ته د ضمني فنانس بل 2019 په اړه بريفنګ وركړې ،د ضمنی فنانس بل په زړه پورې غبرګون راغلې او هم په دې بنياد به مخ په وړاندې تګ كوٶ او راتلونكي اصلاحات به هم د دې له مخې كوٶ۔ ده وو??يل كابينې د نوې رېګولېټري اتهارټۍ جوړولو منظوري وركړې ۔ وزیراعظم عمران خان سپارښتنه وكړه چې رېګولېټري اتهارټۍ لپاره د خبريالانو تنظيمونو٬ د مخالفې ډلې پشمول دې ټولو سټېك هولډرز سره مشاورت وكړې شي دغسې چې يو داسې ډهانچه جوړه كړې شي كومه چې ټولو ته قبول وي ۔ فواد چوهدري وو??يل كابينې د پاكستان رېګولېټري اتهارټۍ (پېمرا) ٬ د كونسل آف كمپلېنټس ( سي او سي) لاهور لپاره د بېرسټر محمد احمد او سحر زرين بنديال نامې د غړو په توګه او دغسې پېمرا او سي او سي بلوچستان لپاره عبدالجليل چيېرمېن او همايون احمد ٬ اېم عظم کاکړ او د ریحانه خلیجي نامې د غړو په توګه ټاكنې لپاره هم منظوري وركړې ۔ د اط??اع??ت وزير وو??ېل كابينې اېمپلائز اولډ اېج بېنفټس (اي او بي آئي) د پنشنر په پنشن كښې د لس فيصده اضافې اعلان وړاندې كړې خو په ھغې عمل نه ؤ شوې ٬ دغسې كابينې د ھغې هم منظوري وركړه او امر ئې وكړو چې په سمدستي توګه دې پرې عمل باوري كړې شي ٬ فواد حسېن وو??يل پاكستان كښې بې وسه كسانو ته كورونه وركولو لپاره حكومت ??ه تندۍ سره كار كوي او په دې لړ كښې كابينې ري فنانسنګ لپاره د 58 مېليونه ډالرو د ضمني ګرانټ هم منظوري وركړې ٬ ده وو??ېل حكومت بې وزله اولس له كورونه وركولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي٬ پنځه اربه روپۍ فنډ قرض حسنه لپاره جوړ كړې شوې۔ د اط??اع??ت وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وو??يل وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) د پرېكړو توثيق هم كړې دې