اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی) د دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي حكومت به د دولتي زمكو كارولو لپاره د هر ډول ممكنه مرسته او لارښوونه كوي٬په دې تناظر كښې د تاخير كوم جواز به اونه منلې شي ٬ټولې اړوندې ادارې دې د س??كا??ي زمكو په اړه ??نج??ده وړاندېزونه او جامع پلان وړاندې كړي۔د وزيراعظم لخوا د س??كا??ي زمكو كارولو په اړه د جوړی خا?? كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل ځينې س??كا??ي زمكې تراوسه نه دې كارولې شوې او نه د دې س??كا??ي زمكو كارولو په اړه كوم پلان ترتيب كړی شوې۔د دفاع وزير اړوندو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې په دې لړ كښې د ??نج??دګۍ مظاهره وكړي او جامع پلان وضع كړي۔دا د اړوندو وزارتونو او ادارو ذمه واري ده چې دا تعين وكړي چې س??كا??ي زمكې استوګنې يا كمرشل مقصد لپاره وكارولې شي۔ده امر وكړو چې په س??كا??ي زمكو د قبضې معلومات راكړئ او راخلاصولو لپاره ګامونه پورته كړئ ۔كمېټي به په دې لړ كښې هر ډول مرسته كوي۔