اسلام آباد ۔ 2 مارچ (اے پی پی) د پاكستان او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له په فعاله كردار ترسره كولو وزيراعظم عمران خان ته د نوبل امن ايوارډ وركولو مطا??بې قرارداد د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې جمع كړې شو۔ دا قرارداد د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد جسېن جمع كړې كوم كښې چې وئيلي شوي دي چې د پاك او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي اوسنۍ وضعې كمولو له وزيراعظم عمران خان په ??ير??تيا او معامله فهمۍ اډانه كردار ترسره كړې۔ د قرارداد په متن كښې وئيلي شوي دي چې د هندي مشرتابه جنګي جنون او جارحانه رويې دوه جوهري ??ياستونه د جنګ خولې ته رارسولې او د پولې دواړو اړخونو ته د كروړونو په شمېر د مېشته وګرو ژوند ئې خطر سره مخ كړې وو۔ متن كښې دا هم وئيلي شوي دي چې وزیراعظم عمران خان فعاله كردار ترسره كولو او فهم وفراست كارولو سره ددغه خطرو مخ اړولې۔ قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې امن لپاره د خذماتو په ترسره كولو دې وزیراعظم عمران خان ته د امن ن??بل انعام وركړې شي