اسلام آباد 12 جون (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د كمېشن آف انكوائري په اړه د اعلٰی كچ غونډه وشوه چې پكښې د كمېشن آف انكوائري ټي او آرز پھ مسوده غور وكړی شو۔په غونډه كښې پريكړه وكړی شوه چې وفاقي حكومت به د پاكستان كمېشن انكوائري ايكټ 2017 له مخې آئي اېس آئي٬ملټري انټلي جنس٬انټلي جنس بيورو٬اېس اي سي پي٬آډيټر جنرل آفس٬اېف آئي اے او د نورو ادارو سينئر افسرانو پشمول كمېشن آف انكوائري جوړوي۔كمېشن د تېر?? لسو كلونو په مهال په هېواد د زيات شوې قرض پلټنې كوي چې پكښې كال 2008 نه تر كال 2018 په مها?? د 24 زره ارب روپو اضافه وشوه او كوم مېګا پراجېكټ پېل نه كړی شول۔كمېشن به د اړوندو وزيرانو پشمول ټولو وزارتونو او ډويژنو نه پلټنې هم كوي چې سركاري پيسه چرته مصرف ??ړی شوې۔كمېشن به دا روپۍ بېرته قامي خزانه كښې جمع ك??لو له هم كار كوي۔د روانې اونۍ په مهال به كمېشن ختمي ټي او آرز او د دې د مشر اعلان كوي۔غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير ډاكټر بېرسټر فروغ نسيم٬د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر او آډيټر جنرل آف پاكستان جاوېد جهانګير هم موجود وو