اسلام آباد 13 جون (اے پ?? پی) په قامی اسمبلۍ كښې به په وفاقی بجټ 20-2019 د جمعې پھ روځ بحث پيل كولې شي، د غونډې مشري به د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر کوي۔ د قامی اسمبلۍ سیکټريټ له مخې د جمعې په ورځ به په وفاقی بجټ 20-2019 بحث پيل كولې شي، په بجټ به عام بحث تر 24 جون روان وي ، په 25 جون به د خزانې دوهم وزير حماد اظهر په بجټ بحث راغونډوي او ??م په هغه ورځ به قامی اسمبلۍ ته د لازمی خر??ونو تفصیلات وړاندې كولې شي په كومو به چې غړي بحث کوي۔ په 26 جون به د مالی كال مطالبا?? زر وړاندې كولې شي دغسې په 27 جون به په مطالبا?? زر د رايو شميره كولې شي۔شیډول له مخې پھ 28 جون به فنانس بل 2019ء منظوری لپار?? ایوان ته وړاندې كولې شي۔ په 29 جون به بجټ منظورۍ آخری پړاؤ كښې د روان مالی كال په ضمنی مطالبات بحث كېږي، په 29 جون به د راروان كالي كال 19-2018 او 20-2019 ضمنی خر??ونو شیډول وړاندې كولې شي دغسې به د بجټ منظورۍ پړاؤ بشپړ شي۔