اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي د اسلامي مرستې تنظيم﴿او آئي سي﴾ عمومي سېكتر ډاكټر يوسف احمد العثيمين سره په ټېليفون خبرې وكړې۔ په ټيليفون په مقبوضه كشمير كښې د هند په زياتېدونكي جارحيت او د امن او امان په صور??حا?? خبرې وشوې۔ خارجه وزير ووئيل چې د هند لخوا په بې ګناه كشميريانو د طاقت استعمال ډېر د غندنې وړ دے٬ هند په بې ګناه كشميريانو ظلم كوي او د نړيوالو قوانينو سخته خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل چې هند ياترانو او غېر ملكي سېلګرو ته د كشمير نه د وتلو احكامات په اندېښنه كښې د اضافې لا سبب ګر??ي۔ په دې حالاتو كښې به او آئي سي په سمدستي توګه د صور??حا?? نوټس واخلي۔ د او آئي سي عمومي سېكتر د نوټس اخستلو او په دې لړ كښې د هر ډول ممكنه مرستې كولو باور وركړو۔ له بلې خوا د خارجه وزير لخوا په خارجه وزارت كښې د پخوانيو سېكترانو بېړنې غونډه هم وش??ه۔ په غونډه كښې په كشمير كښې د هند په جارحيت او اندېښمن صور??حا?? مشوره وكړې ش??ه۔ خارجه وزير ووئيل چې نړۍ او د بشري حقونو نړيوالې ډلې دې په سمدستي توګه د حالاتو نوټس واخلي۔